Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2019

Новости за 01.01.2019

Mashaalradio.com 

افغانستان د ۲۰۲۰م کال ۲۰-اووريز نړيوال کرکټ جام ته ووت

افغانستان په هغو اتو هېوادونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۰ کال شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته په مستقيم ډول وتلی دی. اوه نورې لوبډلې پاکستان، هند، انګلېنډ، اسټريليا، جنوبي افرېقه، نيوزيلېنډ او ويسټ انډېز دي. په دې اړه د اې اېف پي ویډیو هدایت سلطاني او بشیر ګواښ اېډیټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

نوی میلادي کال او په افغانستان کې د سولې بهیر ته د ناټو د جګپوړي قوماندان هیلې، د دې هیلو ترڅنګ مو په دې خبرې ټولګه کې د پیونګ یانګ د مشر له انتقاده خبرو چې پر واشنګتن یې کړی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به وګورئ چې خلک د نوي کال جشنونه لمانځي

Mashaalradio.com 

"د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ ورځ به پاکستان کې تر ۱۵ زره زيات ماشومان وزېږي"

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان پونیسې ف وايي ، د نوي مېلادي کال په لومړۍ ورځ به چې کوم درې لاکه پنځه اويا زره او دوه اويا ماشومان زېږي، د هغو نيمايي به په اته هېوادونو کې پېدا کېږي.

Mashaalradio.com 

له شته فرصتونو به د خلکو د هیلو پوره کېدو لپاره ګټه واخلو: فدايي

د خوست نوی والي حلیم فدايي وايي، چې په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت، قومي جوړښتونو او تړونونو، سوداګریزو او ترانزیټي فرصتونو همدارنګه، د علمي او اکاډمیکو مرکزونو او د مدني او فرهنګي ټولنو له شته ظرفیتونو څخه به د خلکو د هیلو او توقوعاتو د ترسره کولو لپاره استفاده وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د قلات پخوانی ښاروال په ۷ کاله او دوه میاشتې تنفیذي حبس محکوم شو

د افغانستان د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې د زابل د مرکز د قلات پخوانی ښاروال کریم‌الله حکیمي له دندې څخه د ناوړه استفادې او اختلاس په تور په ۷ کاله او دوه میاشتې تنفیذي حبس محکوم کړ. دغې محکمې په علني جلسه کې تورن نه و موجود، د محکمې رئیس شیراقا منیب د مدافع وکیل په حضور کې نوموړی له دندې نه په ناوړ استفادې ښاغلي حکیمي په درې کاله او یوه اندازه افغانۍ او د اختلاس په تور په دوه کاله او دوه میاشتې تنفیذي بند محکوم کړ. په دغه علني محکمه کې د قلات... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

افغانستان د ۲۰۲۰ شل اووريز نړيوال کرکټ کپ ته ووت

افغانستان په هغو اتو هېوادونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۰ کال شل اووريز کرکټ نړيوال جام ته په مستقيم ډول وتلی دی. اوه نورې لوبډلې پاکستان، هند، انګلېنډ، اسټريليا، جنوبي افرېقه، نيوزيلېنډ او ويسټ انډېز دي.

Pa.azadiradio.com 

جنرال سکاټ مېلر: ۲۰۱۹ به د افغانستان لپاره یو په زړه پوری کال وي

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، ۲۰۱۹ میلادي کال به د افغانستان لپاره یو په زړه پوری کال وي. جنرال سکاټ مېلر نن کابل ته نږدې په یوه پوځي اډه کې هغو مواردو ته اشاره کړې چې دا مهال د افغانستان د سولې په اړه روان دي. نوموړي وویل: "په څو پایتختونو کې پر پالېسیو غور کېږي، د سولې خبرو لپاره هڅې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سوله ټینګار کوي، طالبان او افغان حکومت د سولې په اړه خبرې کوي." په همدې حال کې د ناټو ویاند په کابل کې له نورو امریکایي پوځيانو سره د نوي کال د لمانځلو پر مهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د اس ځغلونې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د اس ځغلونې ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د خپرونو مسؤل عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل چې په‌دغو سیالیو کې د کابل په ګډون، د لوګر، غزني، لغمان، پروان، نورستان، میدان وردګ او ننګرهار ولایتونو څخه ۲۰ لوبغاړو ګډون کړی وو. د ښاغلي پیمان په خبره، په‌دغو سیالیو کې چې درې ورځې یې دوام درلود په‌کې د میدان وردګو ولایت دوو اس ځغلوونکو لومړی او دوهم مقام ترلاسه کړ او د کابل ولایت څخه يو لوبغاړی درېیم مقام ته ورسېد. د يادونې وړ ده چې د دغو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان کرکټ لوبډله مستقیماً په ٢٠ اووریز نړیوال جام کې لوبېږي

د کرکټ د نړیوالې شورا د وروستۍ درجه بندۍ پر اساس افغانستان مستقیماً په ٢٠ اووریز نړیوال جام کې لوبېږي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې نړیوال جام د ٢٠٢٠ اکټوبر کې په اسټرالیا کې دی چې ١٢ ټيمونه به په‌کې برخه ولري. دا اول ځل دی چې افغانستان مستقیماً د ٢٠ اورونو نړیوال جام سیالیو ته ځي. سریلانکا او بنګله‌دېش به راروان کال له شپږو نورو ټيمونو سره د غوراوي پړاو سیالیو کې لوبېږي چې د سر څلور ټيمونه به‌یې بیا نړیوال جام سیالیو ته لار مومي.

Pa.azadiradio.com 

راشد خان په ۲۰۱۸ کې د ډېرو وېکټو اخیستو ریکارډ په‌خپل نوم کړ

د افغانستان د کرکټ وتلي ستوري راشد خان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ډېرو وېکټو اخیستو ریکارډ په‌خپل نوم کړ. د کرکټ د نړیوالې شورا د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، راشد خان په تېر کال کې په ۲۰ نړیوالو يو ورځنیو لوبو کې د ۴۸ وېکټو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام لري. په ۲۰۱۸ میلادي کال د ډېرو وېکټو اخیستونکو لوبغاړو په نوم‌لړ کې: د هند کولدیپ يادو په دوهم. د انګلېنډ عادل رشید درېیم. او مجیب ځدراڼ بیا په څلورم ځای کې دی. راشد خان په تېر میلادي کال کې د نړۍ په غوره لیګونو کې هم تر نورو توپ اچوونکو مخکې دی او توانېدلی چې ۹۶ وېکټې ترلاسه کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رومانیا د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري واخیستله

رومانیا د اروپایي ټولنې دوره‌یي مشري واخیستله. دغه هېواد د یوه ګډ اروپایي ارزښت د تنظیم په شعار سره د شپږو میاشتو لپاره د اروپایي ټولنې مشري واخیستله. دا اقدام داسې مهال وشو چې ټاکل شوې بریتانیا له اروپایي اتحادیې ووځي او د دغې ټولنې د ډېریو هېوادونو ترمنځ ملت‌پالنه په ډېرېدو ده. د رومانیا د ریاست په دوره کې به عمده پېښې د مارچ په ۲۹مه له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا وتل او په مې میاشت کې د اروپایي ټولنې د پارلماني انتخاباتو ترسره کېدل وي.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې چاودنې ۸ تنه وژلي

د روسیې په ماګنیتوګورسک ښار کې په یوې لوړپوړیزه ودانۍ کې د ګاز د چاودنې له کبله اته تنه مړه شوي او لسګونه کسان په ودانۍ کې بند پاتې دي. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزیر یفګینې زینیخیف د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل، د دغو کسانو د ژغورنې عملیات په مؤقتي ډول ځنډېدلي، ځکه وېره ده چې په‌دغو هڅو کې به ښایي د دې ودانۍ نورې برخې هم ړنګې شي. دی وایي، په خوندي ډول د عملیاتو بیا پیلېدل به یوه ورځ وخت ونیسي. د ژغورنې کارکوونکو تېره شپه په سړې هوا کې د قربانیانو د ژغورنې هڅو ته دوام ورکړ. د روسیې د بېړنیو حالاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د اختطافچیانو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې

په کابل کې د اختطافچیانو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې ده.  د افغانستان د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه ډله د کابل په مربوطاتو کې د دغه ریاست د ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ونیول شوه. په اعلامیه کې راغلي چې دغې ډلې د خیرخانې مېنې څخه یو ډاکتر تښتولی و او د هغه له کورنۍ یې د ده د خوشې کېدو په بدل کې ۵۰۰ زره امریکایي ډالر غوښتي وو. په اعلامیه کې راغلي چې تښتول شوی ډاکتر هم د اختطافچیانو څخه ازاد او کورنۍ ته‌یې وسپارل شو.

Pa.azadiradio.com 

د سرپل چارواکي: مخالفینو تېره شپه پر ځینو سیمو پراخ بریدونه وکړل

د سرپل سیمه‌ییز چارواکي وایي، په‌دې ولایت کې وسله‌والو مخالفینو تېره شپه پر ځینو سیمو پراخ بریدونه وکړل. د سرپل د والي ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې بریدونو کې لسګونه افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نوموړي زیاته کړه: "د سرپل جوزجان ترمنځ پر لویې لارې په قشقري سیمه کې چې د سرپل د تېلو زېرمې په‌کې دي او دغه‌راز د صیاد پر ولسوالۍ دښمن سخت او پراخ بریدونه وکړل چې د ماښام له اوو بجو پیل او تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړ. په‌دې نښتو کې شااوخوا ۲۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus