Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2019

Новости за 26.01.2019

Mashaalradio.com 

د لاهور ژوبڼ ناروغه زمري

د لاهور په سفاري ژوبڼ کې د زمريو یوه ناروغه جوړه ده چې انتظامیې یې د یوې ستنې وهلو له لارې د ژوند ختمولو اجازه تر لاسه کړې ده. ډاکټران وايي د دغه جوړې علاج نه شي کېدای. د دغو ناروغو زمريو حال د اې اېف پي خبري اژانس په دې ویډیو کې وګورئ چې مليحه اميرزاده يې وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني په مقر او قره باغ کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

په غزني کې افغان چارواکي وايي، په مقر او قره باغ ولسوالیو کې ۱۳ وسله وال وژل شوي. د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل، د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ اړوند په خماري او شاه محمدخېل سيمو کې تېره شپه د سيمه ییزو پوليسو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۶ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي. دی وایي: "په دې نښتو کې درې ته سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي، دغه راز تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په خونيان او عسکرکوټ ته څېرمه سيمه کې د هوايي ځواکونو په عملياتو کې د يوه قوماندان په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمر داوودزي د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره خبرې کړي

د افغانستان د سولې شورا د دارلانشا رئیس او د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی نن په پېکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي دي. د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي داودزي د شانګهای د همکارۍ د سازمان له عمومي منشي سره هم لیدلي دي.  احسان طاهري زیاته کړه: "د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د بحث اصلي موضوع دا وه چې څنګه کولای شو، د سیمه ییزې اجماع په اړه او د افغان حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کندز کې د طالبانو په کمین کې ۴ پولیس وژل شوي

له کندزه په راپورونو کې ویل شوي چې دغلته د طالبانو په یو کمین کې څلور تنه افغان پولیس وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د سهار د اوو بجو په شااوخوا کې د کندز ښار اړوند چله مزار په سیمه کې د پولیسو پر یو موټر برید کړی او څلور تنه ملي پولیس یې وژلي دي. سیمه ییزې سرچینې هم وايي چې د طالبانو په کمین کې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې. خو د کندز امنیې قوماندانۍ د پېښې په اړه څه نه وايي.

Mashaalradio.com 

بخت زاده دانش د باچان خان مبارزه د ځوانانو په ګټه بولي

شاعر بخت زاده دانش له مشال راډیو سره په مرکه کې اول څو شعرونه زمزمه کړي دي او بیا یې له مشال راډیو سره د باچا خان اوونۍ په اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي خدايي خدمتګار باچاخان د پښتنو خېرخواه و او پکار ده چې د هغه مفکوره په اصلي بڼه ځوانانو ته ورسول شي. د بخت زاده دانش سره د مشال راډيو خبریال غلام غوث دا مرکه کړې ده.




Mashaalradio.com 

پېښور کې د باچا خان فاونډېشن ښوونځيو دستوره وشوه

د باچاخان اوونۍ په مناسبت د جنورۍ پر ۲۵مه په باچاخان مرکز پېښور کي د باچاخان فاونډېشن ښوونځيو دستوره وشوه چې پکې د یادو ښوونځيو ماشومانو هم ګډون وکړ. دستورې ته په وینا کی د یاد فاونډېشن مشر ډاکټر خادم حسېن ویلي دي چې د عدم تشدد د مفکورې مقصد د جبر، ظلم، نفرت او ناپوهۍ له منځه وړل دی. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ويډيويي راپور کې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د ونزویلا پر سیاسي بحران بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د ونزویلا پر سیاسي بحران بحث وکړي.  د امریکا متحده ایالاتونو تر دې مخکې غوښتنه کړې وه چې د ونزویلا د وضعيت په اړه د بحث لپاره دې د م. م د امنیت شورا بېړنۍ غونډه جوړه شي. تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به د امنیت شورا په دې غونډه کې ګډون وکړي. پامپیو د جمعې په ورځ له ټولو هېوادنو وغوښتل چې په ونزویلا کې دې د خوان ګوایدو ملاتړ وکړي.  د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې د ونزویلا خلک لارو کوڅو ته په اعتراضونو را ووتل او د ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تهران فرانسه تورنه کړې چې سیمه بې ثباته کوي

وروسته له هغې چې د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یو لو دریان د ایران د توغندیو د پروګرام له کبله پر دې هېواد د نویو بندیزونو ګواښ وکړ، تهران فرانسه تورنه کړې چې سیمه بې ثباته کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزات د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دوی تل په سیمه کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې زیاته شوې چې ایران د فرانسې له خوا په پراخه پیمانه د پرمختللو او تهاجمي وسلو خرڅلاو ته په سیمه کې د توازن د بې ثباتۍ د یو عامل په سترګه ګوري. تهران دا خبره په داسې حال کې کوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاسوو ته د صربیا پر مالونو د تعرفو په اړه د امریکا خبرداری!

امریکا له کاسوو غوښتي چې له صربیا په وارېدېدونکو مالونو سل په سلو کې ګمرګي تعرفه سمدستي وځنډوي او که داسې ونه کړي، له واشنګټن سره په اړیکو کې به یې له عواقبو سره مخ شي. کاسوو د نومبر په میاشت کې له صربیا په وارېدېدونکو مالونو د هغه څه په خاطر درنه مالیه وضعه کړه چې د دې هېواد چارواکي یې د بیلګراد له خوا د کاسوو د دولت د له پامه غورځولو هڅه بولي.  صربیا د خپل پخواني ولایت کاسوو خپلواکي په رسمیت نه ده پېژندلې. دغلته په ۱۹۹۸ او ۱۹۹۹ میلادي کلونو کې له ګوریلايي جګړې وروسته، کاسوو په ۲۰۰۸ کې خپلواکي اعلان کړه. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نوي کال کې د مبارزې تر څنګ نوي پلانونه لرو: منظور پښتين

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۶مه د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعيل خانه خپل احتجاجي يون [د مسود ژغورنې غورځنګ تر نامه لاندې] د اسلام اباد پر لور پېل کړ. د ۲۲ځوانانو دغه قافله اسلام اباد ته په رسېدو زرګونو کسانو ته ورسېده. د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين سره د غورځنګ د تېر او راتلونکې په اړه مرکه کړې او په لومړي سر کې يې د تېر کال د لاس ته راوړنو په اړه پوښتلی دی.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې (۹۹) کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د سره رود ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي. په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو (۷۸) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې یې له بټي کوټ ولسوالۍ جلال اباد ښار ته قاچاق کول. د يادونې وړه ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږد تعطیل پای ته ورسېد

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ومنله چې په موقته توګه د فدرال حکومت قسمي تعطیل پای ته ورسوي. د امریکا متحده ایالتونو په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږد تعطیل لږ تر لږه د اوس لپاره پای ته ورسېد. دغه تعطیل چې د فدرال حکومت یو شمېر ادارې پکې شاملې وې، پنځه دېرش ورځې دوام وکړ. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د تعطیل د موقتي پای ته رسېدو اعلان وکړ. ده وویل: "زه ډېر ویاړم چې نن اعلان کوم چې موږ یوې معاملې ته ورسېدو، څو تعطیل پای ته ورسوو او فدرال حکومت بېرته پرانیزو." ټرمپ دا... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus