د ګل په ورځ د شمالي وزير ستان ديو خبر یال ملک ممتاز پنځم تلين وو. هغه د ۲۰۱۳م کال په ۲۶مه فرورۍ په مير علي کې نا مالومو کسانو په ډزو وژلی وو. د قبايلي سیمو د خبر یالانو د اتحاديې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي چې ملک ممتاز يوازينی قبايلي خبریال نه دی چې تر دې مهاله يې وژونکي نه دي نيول شوي.