Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Февраль
2018

Новости за 27.02.2018

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت یو کُردی سیاستوال صالح مسلم خوشې کړ

د چک حکومت د سوریې د کُردانو یو مشر صالح مسلم له زندانه خوشې کړ. مسلم په داسې حال کې خوشې شو چې ترکیې له چک څخه غوښتي و چې دی ور وسپاري. صالح مسلم تېر وخت په سوریه کې د متحد ډموکراټیک ګوند رئیس و. دا ګوند د ترکیې له خوا یو ترورېستي سازمان یادېږي. په دې اړه یو ویډیويي راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت له خوا د کُردی سیاستوال خوشي کول

د چک حکومت د سوریې د کردانو یو مشر صالح مسلم له زندانه خوشې کړ. مسلم په داسې حال کې خوشې شو چې ترکیې له چک غوښتي و چې دی ور وسپاري. صالح مسلم تېر وخت په سوریه کې د متحد ډموکراټیک ګوند رییس و. دا ګوند د ترکیې له خوا یو تروریستي سازمان یادیږي. په دې اړه یو ویډیويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

'قبایلي خبریالان وژل کېږي خو وژونکي نه څرګندېږي'

د ګل په ورځ د شمالي وزير ستان ديو خبر یال ملک ممتاز پنځم تلين وو. هغه د ۲۰۱۳م کال په ۲۶مه فرورۍ په مير علي کې نا مالومو کسانو په ډزو وژلی وو. د قبايلي سیمو د خبر یالانو د اتحاديې پخوانی مشر صفدر داوړ وايي چې ملک ممتاز يوازينی قبايلي خبریال نه دی چې تر دې مهاله يې وژونکي نه دي نيول شوي.

Mashaalradio.com 

د مشال خان کیس، عدالت د ۲۵ کسانو سزاګانې وځنډولې

د پېښور های کورټ ايبټ اباد سرکټ بينچ د نهې پر ورځ د هغو ۲۵ کسانو د بند سزاګانې وځنډولې چې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکي، مشال خان د وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ورکړې وې.

Mashaalradio.com 

له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو ستنېدنه روانه ده

د افغانستان له خوست ولایته د وزیرستاني کډوالو د واپسۍ سلسله د سه شنبې په ورځ هم دوام لري. د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران افریدی وايي چې په دې لړۍ کې  د ګل په ورځ ۴۶ کورنۍ خپل وطن ته ستنې شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې له اوربند سره سره د درنو ډزو راپورونه ورکړل شوي

د سوریې پلازمېنې دمشق ته نږدې په ختیځه سیمه غوطه کې د ورځې له‌خوا د هغه پنځه ساعته اوربند چې روسیې یې غوښتنه کړې وه، له نافذېدو سره سره د هوایي حملو، راکټي بریدونو او د هاوانونو د ډزو راپورونه ورکول شوي دي. د سوریې د بشري حقونو فعالانو نن سې شنبه وویل چې حکومتي ځواکونو نن په محاصره شوې غوطه کې یو شمېر هوایي حملې او د توپونو بریدونه کړي او مسکو هم یاغي وسله‌وال تورن کړي چې پر هغو لارو یې د توپونو بریدونه کړي چې د نافذ شوي اوربند له مخې، له سیمې د ملکیانو د وتلو لپاره پرانيستل شوې دي. ملګرو ملتونو... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په کابل پروسه کې پاکستان او طالبانو ته د سولې پلان په ډاګه کېږي

افغان ولسمشر وایي، د کابل پروسې په سباني کنفرانس کې به طالبانو او پاکستان ته د سولې د پلان جزئیات په ډاګه کړي. اشرف غني نن سې شنبه د ټویټر له لارې په خپاره کړي پیغام کې که څه هم په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو په افغانستان او سیمه کې د تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره‌یې د وړاندې تګ هیله ښودلې ده. د ولسمشرۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال هارون چخانسوري بیا نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت دې ته چمتو دی چې له طالبانو سره له هر ډول مخکني شرط پرته، د سولې خبرې وکړي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان ته د لیزا کرټس سفر څه پیغام لري؟

د پاکستان سر کاري خبري اژانس اې پي پي په خپل يو خبر کې ويلي چې ليزا کرټس د پاکستان د داخله چارو وزير احسن اقبال سره هم وکتل خو د دې ملاقات نور تفصيل نه دی ورکړل شوی.

Mashaalradio.com 

فاټا ته د عدالتونو غځولو بل لاهم له سېنېټه نه دی منظور شوی

د پاکستان په سېنېټ کې د قبایلي سیمو نماینده ګان وايي فاټا ته د اعلا عدالتونو د واک غځولو بل د کورم (د پارلېماني استازيو پکار شمېر) کمي له وجې سېنېټ ته د بحث لپاره وړاندې نه شو او د فاټا ځینې سېنېټران هم غیر حاضر ول.

Mashaalradio.com 

پښتانه لیکوال د اردو ادب په میدان کې

په پاکستان کې اوسیدونکیو یو شمېر لیکوالو په اردو ژبه په شعر او نثر کې کار کړی چې د « اردودانې» طبقې پام یې ځان ته اړولی دی. پښتانه لیکوال او شاعران په داسې حال کې په اردو ژبه د نوم ځلولو هڅه کوي چې یو عمومي تاثر دا دی چې پښتانه سمه اردو لیکلی او ویلی نه شي.

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان په خپلو پوځي تشکیلاتو کې پراخ بدلونونه راوستي

سعودي عربستان د دې هېواد په پوځي تشکیلاتو کې د پراخو بدلونونو په ترڅ کې د پوځ د لوی درستیز په ګډون یو شمېر لوړپوړي پوځي قوماندانان له دندو لیرې کړي او پر ځای یې نور کسان ټاکلي دي. د غه نوې ټاکنې په یو شمېر سلطنتي فرمانونو کې چې د دې هېواد دولتي خبري آژانس نن خپاره کړي، شوې دي. په پوځي تشکیلاتو کې د دغو نویو ټاکنو د علت په اړه تر اوسه رسماً څه نه‌دي ویل شوي. سعودي عربستان دغه‌راز د دفاع وزارت د یوه پراختیایي پلان اعلان هم کړی، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي. سعودي عربستان دغه اقدامات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار د نجونو د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کابل ښار د نجونو د فوټبال سیالۍ د عدالت او اینده سازانو د لوبډلو په بریا سره پیل شوې. په لومړیو دوو لوبو کې عدالت لوبډلې اطلس لوبډلې ته او اینده سازانو لوبډلې بیا د سنګر لوبډلې ته ماتې ورکړه. د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې اتم د مارچ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پېل شوې دي. د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د ښځینه فوټبال اتو لوبډلو ګډون کړی چې نن سې شنبه به پای ته ورسېږي.

Pa.azadiradio.com 

اکثره افغانان د طالبانو د حملو او بمي چاودنو قربانیان دي

د حکومت اجرائیه رئیس وایي چې تر اوسه په افغانستان کې اکثره وګړي په هغو حملو او بم چاودنو کې وژل کېږي چې د دولت وسله‌وال مخالفین په‌کې تر ډېره له ماینونو او نورو چاودېدونکو وسیلو څخه کار اخلي. عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په جینوا کې په نړۍ کې د ماینونو ضد نړیوال کنفرانس کې وکړې. ښاغلي عبدالله د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې که څه هم د ماین پاکۍ د هڅو په ترڅ کې د دې هېواد ډېره برخه خاوره له ماینونو او نورو چاودېدونکو وسیلو پاکه شوې او شااوخوا ۱۹ میلیونه ماینونه شنډ کړای شوي، خو لاهم ډېرې سیمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د ووشو افغان لوبډله پاکستان ته ولاړه شي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ووشو لوبډله د جنوبي اسیا په ازادو سیالیو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ولاړه شي. د افغانستان د ووشو فدراسیون رئیس سیدالرحمن يورش نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د مارچ میاشتې په ۲۱ مه په لاهور کې پيلېږي. د ده په خبره، افغان لوبغاړو د دغو سیالیو ښه تمرینات کړي او ښې لاسته راوړنې به ولري. ښاغلی يورش وايي، په دغو سیالیو کې د جنوبي اسیا د ټولو هېوادونو د ووشو ټیمونه ګډون کولای شي.

Pa.azadiradio.com 

د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې راشد خان د لوبډلې مشري کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو کې به د افغان لوبډلې مشري راشد خان کوي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، دا چې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی د اپنډکس د جراحي عملیاتو له امله په دغه سیالیو کې ګډون نشي کولای، نو دغه چاره راشد ارمان ته سپارل شوې. د نوموړي په خبره، د ښاغلي ستانکزي وضعیت اوسمهال ښه دی، خو د يو څه مودې لپاره ارام ته اړتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې افغان لوبډله اوسمهال له ویسټ انډيز سره په تمریناتي لوبه بوخته ده. د... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus