لال اباد ښار ته نږدې په درونټې سیمې کې د غره د ښویېدو په پېښه کې لږترلږه څلور کسان مړه شوي. ځایي طالب چارواکو او د سیمې خلکو ویلي، د سختو بارانو له امله له غره لویې ډبرې ښویېدلي او دوه مسافر وړونکي موټر یې لاندې کړي.
د کابل د غالۍ اوبدلو په یوه کار ځای کې تر ډېره هغه مېرمنې کار کوي چې د کورنیو نفقه ګټونکې دي، یا طالبانو له کار او زده کړو بې برخې کړې دي. یو شمېر دغه مېرمنې د غالیو له ساړه بازار او اقتصادي ننګونو شکایتونه لري. دا راپور په همدې اړه دی: