يو شمېر هغه افغانان چې مالي توان يې ډېری دی په کابل کې اړمنو ته روژه ماتې تياروي، خو دوی وايي چې د اړمنو شمېر خورا ډېر دی. په افغانستان کې ميليونونه کسان فقر سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس له شل ميليونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري.
د اختر په رانږدې کېدو سره په کابل ښار کې د خياطانو کاروبار ښه شوی دی. اخوا طالبانو نارينه خياطانو ته سپارښتنه کړې چې يوازې د نارينهوو کالي وګنډي.
د یوشمیر راپورونو له مخې افغانستان ته له بهره د افغانانو له لورې د پیسو د لیږلو اندازه زیاته شوې ده، خو د دې لپاره چې د افغانستان پر بانکي سیستم بندیزونه دي شمیره یې دقیقه نه ده روښانه شوې. پاکستانیانو بیا تیرکال شاوخوا ۲۷ میلیارډه ډالر خپل هیواد ته استولې دي او اسلام اباد تمه لري چې دا شمیره به سږکال لوړه شي.
په نیپال کې یو شمېر بېوزله نارینه خپل بډوډې پلوري، هغه څه چې په افغانستان کې هم پېښېږي. یو شمېر هغو کسانو چې خپل بډوډې پلورلي اوسمهال له جدي ناروغیو سره مخ دي او د ډاکتران وايي، دې وضعیت روغتیايي سکټور تر فشار لاندې راوستی. په دې راپور کې تاسو هغه کلي ته بیایو چې د بډوډو د پلورونکو په نوم مشهور دی.