طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو د طالبانو د دولت وزارت د نږدې ۳۰ کسانو مړینه تایید کړه. ډېری زیانونه په غزني، پکتیا، جوزجان، غور، فراه، نیمروز، سمنګان، پران، هرات، هلمند او ننګرهار کې اوښتي دي.
- څرنګه د سیلونو مخنیوی کیدای شي؟ - خلک څه کولی شي چې ځانونه وساتي؟ - په افغانستان او پاکستان کې چې وچکالي ځپلي دي، د سیل له اوبو استفاده کیدای شي؟ په دې بحث کې د دې سوالونو د ځوابونو د موندلو لټه کوو.