د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر او ګورنر ترمینځ ناندرۍ تر هغې وروسته پیل شوې چې څو ورځې مخکې کونډي وویل چې ګنډه پور دې د تحریک انصاف د زنداني رهبر عمران خان د خوشې کولو لپاره بې ځایه څرګندونې نه کوي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پر وضعیت اندېښنه ښوولې ده او د مې پر ۱۲مه یې پر اېکس لیکلي دي چې د هغې سیمې له وزیراعظم او د کشمیر په اېتلافي حکومت کې یې د خپل ګوند مسلم لیګ (ن) له غړو سره خبرې دي.
په داسې حال کې چې په پنجاب او بلوچستان کې کروندګر د غنمو د حکومتي نرخونو پرضد او ورڅخه د غنمو نه اخیستو له وجې په احتجاج دي، د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې د صوبې د اړتیا پوره کولو لپاره یې تیاری کړی دی.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مې پر ۱۲مه بغلان ته تللی او هلته یې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره لیدلي دي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې د مې پر ۱۱مه د ولایت په بېلابېلو برخو کې خلکو په سېلابونو کې د وژل شویو جنازې وکړې او مړي یې خاورو ته وسپارل.
په کراچۍ کې د مې پر ۱۲مه د عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي او پلویان د چودري په ملاتړ سړکونو ته وروتلي ول. د مظاهرچيانو د منتشرولو لپاره د جنرال پروېز مشرف د پوځي حکومت پولیسو اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه او ډزې یې وکړې.
په اسلام اباد کې لسګونه بلوڅ زده کوونکو او فعالانو د یو بلوڅ زده کوونکي د جبري درکۍ د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت احتجاجي لاریون او مظاهره کړې ده. دوی د مې ۱۱مې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې فېروز بلوڅ دوه کاله مخکې د راولپېنډۍ له زرعي پوهنتونه ورک شوی او تر اوسه یې هېڅ پته نه ده لګېدلې. دوی وویل چې حکومت دې ټول ورک زده کوونکي پیدا کړي او که پر چا تور وي، نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. فعالان او د بلوڅانو د حقونو سازمانونه وايي چې په پاکستان کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې لسګونه زره بلوڅان... Читать дальше...
هر کال شاوخوا ۲۰ لکه کسان د حج لپاره د سعودي عرب په مکه ښار کې ورغونډېږي چې پکې ځینې د زکام، تبې او ټوخي په ګډون د خپرېدونکو ناروغیو ښکار کېږي. هغه ناروغۍ اکثر د وایرسونو او نورو جراثیمو له وجې له یو کسه بل ته خپرېږي. دې ته په کتو یوې برتانیوۍ کمپنۍ تر اوږدمهاله څېړنو وروسته داسې تسبیح جوړې کړې دي چې خلک یې نه یوازې ذکر لپاره کاروي بلکې په لاسونو او ګوتو پورې لګېدلي جراثیم هم وژني. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.