د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې پاکستان په نړۍ کې د تور ژیړي یا هېپاټایټس سي تر ټولو زیات مریضان لري. هغه سازمان په وروستیو کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۸۸ لکه وګړي په هېپاټایټس اخته دي. د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي ۲۴۱ مېلیونه ده. په تېرو کلونو کې په نړۍ کې د هېپاټایټس د بي او سي قسمونو تر ټولو زیات رنځوران په مصر کې ول او هلته د ناروغۍ د خپرېدو مهم لامل په نامحفوظه ډول د ستنو (انجکشنو یا پیچکاریو) استعمال ښوول شوی وو. دا په داسې حال... Читать дальше...
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۸مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په بارانونو او سېلابونو کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.
په خوست کې د میخانیکي انسټیټوټ د زده کوونکو او نوښتګرو ځوانانو لخوا نوي جوړ شوي وسایل نندارې ته وړاندې شول. په دې کې یو شمېر پوځي او ملکي وسایل او د یو نوي کمپيوټري اپلیکشن نمونې شاملې دي. ځوانان وايي، که امکانات ورته برابر شي، د ډېرو وسایلو د جوړولو وړتیاوې لري. نور حال په دې ویډیويي رپوټ کې:
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې فعال محمد حسيب خان مېلمه کړی دی. نوموړی د پېښور ښار د چاپېريال پاکولو او د اب و هوا (اقلیمي) بدلون د ناوړه اغېزو په اړه د پوهاوي پيدا کولو لپاره د پاکس پېښور اتحاد (پشاور کلین الاينس) په نوم د ټولنې غړی دی. حسيب خان وايي، پېښور د ګلونو ښار وو خو اوس هغه شان پاتې نه دی او هلته د هوا ککړتيا څو چنده زياته شوې ده. د هغه په خبره، د اب و هوا بدلون د ستونزې هوارول د انسانانو له وسه وځي او د دې د مخنيوي لپاره د ولس مرستي ته اړتيا ده. بشپړه مرکه واورئ.