په خیبر پښتونخوا کې د بارانونو او سېلابونو له وجې د وژل شویو شمېر ۳۲ ته لوړ شوی دی. چارواکي وایي، په بېلابېلو پېښو او سېلابونو کې ۴۲ تنه ژوبل شوي هم دي، او ودانیو، کورونو او فصلونو ته زیان اوښتی دی. په بېلابېلو ځایونو کې اغېزمن خلک د مرستو غوښتنه کوي او حکومت وايي چې د ۱۲ سختو ځپل شویو ضلعو انتظامیو ته یې پیسې ورکړې دي. ویډيويي رپورټ.
وزارت پر اېکس د محدودیتونو پرضد د دراخوست اورېدنې پر مهال په رپورټ کې د چا نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې ځینو "ورانکارو اېکس شبکه د امن و امان زیانمنولو او بې ثباتۍ لپاره" کاروله.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د نويو حکومتونو د فعالیتونو او تګلارو جاج اخیستل شوی دی.
د روسيې د دفاع وزارت وايي چې په تمرينونو کې یې په تاجکستان کې د ځواکونو د ۲۰۱ اډې سرتېري، غرنیز واحدونه یا یونټونه، زغره وال، توپخانې، کشفي واحدونه، د جنګي هېلېکاپټرونو او ټرانسپورټي چارو سرتېري برخه اخلي.
د عمان د بیړنیو چارو د انتظام ملي کمېټۍ ویلي دي چې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي دي.
د نړۍ سېکان هر کال په اپرېل کې د هندوانو د جنترۍ (کیلېنډر) د وېساکۍ میاشتې په پیلېدو جشن لمانځي. وېساکۍ ته د بېساکۍ مېله او جشن هم ویل کېږي. د دې جشن لمانځلو لپاره سږ کال هم د پاکستان د پنجاب په حسن ابدال کې د پنجه صاحب ګوردوارې ته زرګونه سېکان ورغلي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.