د سوات په کبل تاڼه کې د اپرېل پر ۲۴مه تر چاودنو وروسته هلته مظاهرې پېل شوي دي. مظاهرین په سیمه کې د امن ټینګښت او د کبل د چاودنو رڼې پلټنې غواړي. حکومت دریځ لري چې د تاڼې په څنګ لوري کور کې د برېشنا د شارټ سرکټ له وجې په تاڼه کې بارود ډزېدلي وو. مظاهرې په مټه او منګلور کې شوې دي. تفصیل د نیاز احمدخان په وېډیو کې.
په اروپايي هېواد سپېن کې په روانه اپرېل مياشت کې په غیر عادي ډول سختې ګرمۍ ولس پرېشانه کړی دی. هلته د تودوخې درجه ۴۰ سېنټي ګرېډ ته لوړه شوې ده. د هغه هېواد اوسېدونکي وايي، د زياتې ګرمې له وجې ځان ته سیوری لټوي او زياتې اوبه څښي. په دې اړه د فرانس پرېس خبري اژانس ویډیو وګورئ
ټاکل شوې ده د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب غونډه وشي. په غونډه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
په پاکستان کې سږنۍ سرشمېرنه د هغه هېواد د تاریخ اوومه سرشمېرنه ده. دا د مارچ پر لومړۍ نېټه پيل شوې وه. ټاکل شوې وه چې سرشمېرنه به د مارچ تر پايه بشپړه شي خو وروسته دغه نېټه وغځول شوه.
بلخوا د پي ټي ای د مذاکراتي ډلې غړي شاه محمود قريشي هم په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې په خبرو کې پر شوي پرمختګ د ګوند مشر عمران خان په اعتماد کې اخلي.
په خوست کې د کوچني اختر په مناسبت د پکتیا او خوست ورزشکارانو تر مينځ د نیزه وهنې سیالۍ وشوې. خوست د ورزش برخې مسوولین وايي، په راتلونکي کې افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ترڅنګ پاکستانیو لوبډلو ته په هغو سیالیو کې د ګډون بلنه ورکوي. تفصیل د نجیب الله الوخېل په ویډیوکې.