پاکستان کې پر افغان خبریالانو فشار، دوی له اسنادو سره سره نیول کیږي
د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) وايي، تېرو دوو اونیو کې په پاکستان کې درې افغان خبریالان نیول شوي او بندیان شوي دي.
امسو ویلي د دوی له ډلې یوه خبریاله اېستل شوې، یو خبریال او خبریاله لا هم بند کې دي او د پاکستان له حکومته یې دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.