د کابل د غېږنیونې جشنواره؛ ۱۶۰ هلکان لوبیږي. نجونې ان جمنازیوم ته هم نه پرېښودل کېږي
کابل د دویزې غیږنیونې د جشنوارې کوربه دی چې د اوه هېوادونو لوبغاړي پکې برخه لري.د کورش، سامبو، رستمي غېږنېونې او کشتنګیرۍ په برخو کې ۱۶۰ لوبغاړي له یو بل سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.په دغو سیالیو کې د افغانستان، ایران، قرغزستان،تاجکستان،ترکیه،ترکمنستان او ازبکستان استازي لوبېږي.ځینو افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې خپل بهرني سیالان مات کړي او نورو پړاوو ته وتلي دي.افغانستان کې داسې وخت د نارینه وو لوبغاړو دا لوبې روانې دي چې نجونې له هر ډول ورزشي فعالیته محرومې دي او ان جمنازیمونو او میدانونو کې د لوبو نندارې ته هم نه پرېښودل کېږي.ګڼې افغان ورزشکارانې چې له هېواده وتلې هلته په جلاوطنۍ کې خپلې لوبې مخته بیايي.