ټرمپ پر ایران د اټومي وسلو کارول رد کړل
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په وړاندې د اټومي وسلو کارول رد کړل.پنجشنبې ناوخته په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال، د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې "هیچا ته باید اجازه ورنکړل شي چې د بل چا پر وړاندې اټومي وسلې وکاروي."هغه یادونه وکړه چې د دې کار اړتیا نشته، ځکه چې "موږ دوی په دودیز ډول له منځه وړي دي."په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ ټینګار وکړ چې که له ایران سره کومه موافقه ونه شي،: «نو هغه به له پوځي لارې خبر خلاصه کړي.»د امریکا ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې همداراز د اسراییلو او لبنان تر منځ هم د دریو اونیو په مخ د اوربند د تمدید خبر ورکړ.هغه وویل چې د لبنان او اسراییل له لوړپوړو استازیو سره یې سپينه ماڼۍ کې لیدلي او رغنده خبرې یې کړي دي.ټرمپ زیاته کړه چې نږدې راتلونکې کې به د لبنان ولسمشر او د اسراییل صدراعظم امریکا ته هم ورشي.