د پاکستان اردو ادعا کوي چې په ژوب کې یې ۳۳ وسلوال وژلي دي
د پاکستان اردو ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو هغه ۳۳ وسلوال چې هڅه یې کوله له افغانستانه د پاکستان جنوب لویدیځې نا آرامې سیمې ته داخل شي وژلي دي.د پاکستان د اردو د جمعې ورځې اعلامیې وویل چې دغه شپني عملیات د بلوچستان په ژوب په ولسوالۍ کې هغه مهال وشول چې عسکر له خوارجو سره مخامخ سول.د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون پالو ته د خوارج اصطلاح کاروي.د پاکستان اردو وايی د پاته وسله والو د موندنې او له مینځه وړلو لپاره د پلټنې او تعقیب عملیات روان دي.اسلام آباد وايي پاکستانی طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل تل دغه ادعا بی اساسه ګڼلې او رد کړې.د پاکستان اردو پرته لدې چې کوم دلیل وړاندې کړي دا هم ویلي چې وژل شوي وسلوال دهند له ملاتړه برخمن وو. پاکستانی طالبانو یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه د پوځ ادعا نه شي تاییدولای.