ولسمشر ټرمپ ویلي له قطر څخه کانګو ته د ۱۱۰۰ افغانانو د استولو له پلانه خبر نه لري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو راپورونو په اړه بې خبري وښوده چې د امریکا حکومت غواړي د قطر له یوه کمپ څخه ۱۱۰۰ افغانان کانګو ته انتقال کړي.
ولسمشر ټرمپ تېره شپه سپینه ماڼۍ کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې : "په دې اړه نه پوهېږي خو احوال به واخلي."
نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې امریکا پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له یوه پوځي کمپه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
په « سیلیه » کمپ کې میشت افغان کډوال هم چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي د خپل نامعلوم وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي.