د افغانستان او منځنۍ اسیا د هیوادو استازیو پر اقلیمي بدلون خبرې وکړې
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د « غرونه او اقلیمي بدلونونه» په نوم غونډه کې د اقلیمي بدلون اغیزې وارزول شوې، همداراز د اوبو او طبیعي سرچینو د ګډ مدیریت پر مساله بحث وشو او ټینګار وشو چې سیمه ییزه همکاري پياوړې شي.
په دې درې ورځنۍ غونډه کې چې د جمعې په ورځ پای ته ورسیده
د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادو او یوشمیر نړیوالو سازمانونو استازیو برخه اخیستې وه.
د طالبانو د چاپيریال ساتنې د ملي ادارې د رییس مولوي مطیع الحق خالص په مشرۍ یو پلاوی دې غونډې ته ورغلی و. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د استانې په غونډه کې د افغانستان په څېر غرنیو سیمو ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه وشوه.