Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو حکومت د انټرنيټي بيو د ټيټېدو خبر ورکړی؛ خلک د کيفيت په اړه اندېښنې لري

په‌‌‌‌‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د انترنیټ د بیو له لوړوالي او خراب کیفیت څخه شکایتونه موجود دي، د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د انټرنيټ او ټلیفوني اړیکو د بیو د کموالي خبر ورکړی دی.


د دې وزارت سرپرست نجیب‌‌الله حقاني نن چهارشنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، دوی د تلیفوني اړیکو او انترنیټ بیې د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره په تفاهم کمې کړي دي.




هغه وويل: "په ۱۴۰۰ کال کې د یوې دقیقې خبرو بیه ۳ عشاریه ۵۰ پوله وه، خو اوس یو عشاریه ۵۰ پوله ده، کله چې له کومې بهرنې شبکې سره اړیکه نیول کېږي مخکې یې بیه ۴ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ټېټه شوې ده یو افغانۍ او ۴ پوله ته راښکته شوې ده، مخکې د یو جي بي انټرنټ بیه ۲۲۵ افغانۍ وه خو اوس دا بیه ۹۵ افغانیو ته راټیټه شوې ده."


نوموړی وویل چې شرکتونه تر يوې یا یوې نیمې میاشتې پورې خپل سیستمونه عیاروي او له‌‌‌دې وروسته د بیو ټیټوالی عملي کوي.


دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر خلک د کمزوري انټرنیټ او د ټلیفوني اړیکو د بیو د لوړالي له امله شکایت کوي.


دوی وايي، بیو ته یې باید پام وشي خو د انټرنيټ کیفیت هم مهم دی.


د هلمند ولایت یوه اوسېدونکي صفي‌‌الله عزیزي ازادي راډيو ته وویل: "د مخابراتو وزارت چې د انټرنيټ د بیو په برخه کې کوم اقدام کړی دا نېک اقدام دی، خو کیفیت باید په نظر کې ونیول شي، لا له وړاندې د شبکو کیفیت ډېر خراب دی او د انټرنیټ سرعت هم ډېر کمزوری دی، نو زموږ غوښتنه دا ده چې بیې خو ټيټوي خو باید کیفیت ته هم پام شي."




د کابل د دولسمې ناحیې یو اوسېدونکی لطف‌‌الله هم ورته نظر لري او وايي، د کمزورۍ انآرنیټ له امله اوس‌‌‌‌‌‌مهال سمه ګټه نه ترې اخیستل کېږي.


نوموړی وايي: "موږ له دولت غواړو چې د انټرنټ بیې راټیټي او کیفیت یې لوړ کړي، داسې نه‌شي چې بیې راټیټي شي او کیفیت نور هم ورسره خراب شي، اوس هم د انټرنيټ کیفیت چندان ښه نه‌‌‌دی، په‌داسې حال کې چې د یوې میاشتې کڅوړه فعاله کړې ان پنځلس ورځې هم دوام نه‌‌کوي."


د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې ویاند جلال‌‌الدین شمس د چهارشنبې د ورځې په خبرې کنفرانس د خلکو د دغو اندېښنو په اړه وویل، د نوې پالیسۍ له‌‌مخې ټول شرکتونه مکلف دي چې په راتلونکو دوه کلونو کې خپل مخابراتي انتنونه د تري‌جي او فورجي په سیستم برابر کړي او د کیفیت مشکل حل کړي.




په افغانستان کې د ټلیفوني مکالمو او انټرنټ د ټيټ کیفیت په اړه له ډېر پخوا راهیسې شکایتونه موجود و، خو د یوشمېر افغانانو په خبره ورته جدي پام نه‌‌‌دی شوی.


په افغانستان کې اوس‌مهال شپږ مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې خلکو ته ټلیفوني او انټرنیټي خدمتونه وړاندې کوي.


د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د اترا ادارې د معلوماتو پر بنسټ اوس‌‌‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۶ میلیونه فعال سیم‌‌کارتونه شته چې له‌‌دې شمېر ۱۴ میلیونه راجستر شوي او د پاتې نورو د راجسترولو چارې هم دوام لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus