Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هرات کې د زلزلو نوي ټکانونه؛ یو شمېر کورونه یې نړولي

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، د تېرې شپې زلزلې یو شمېر هغه کورونه چې په پخوانیو زلزلو کې نیمه تخریب شوي وو، بشپړ ویجاړ کړي.


د امریکا متحده‌ایالاتو د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي، تېره شپه نږدې ۱۱ بجې او ۲۷ دقیقې د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې د افغانستان لویدیځ لړزولی دی.


طالب چارواکو په هرات کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د ځاني او مالي زیانونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو په سیمه کې زلزله ځپلو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د تېرې شپې زلزلې ټکانونه زورور و او دوی یې بیا مجبور کړل چې له خپلو کورونو ووځي.


مېرمن حیدري چې د تېرې شپې په زلزله کې یې کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی، ازادي راډیو ته یې وویل، پخوانیو زلزلو یې د کور دېوالونه کې چاودولي وو، خو د تېرې شپې زلزلې یې کور بشپړ ویجاړ کړی دی.


هغه زیاتوي:


"زموږ کور چې په تېرو دوو زلزلو کې چاودلی و، اوس ویجاړ شوی دی. نه یوازې موږ؛ بلکې ټول هرات له خطر سره مخ دی. هره شپه له وېرې په سړکونو پراته یوو. له بده مرغه د خوراک لپاره څه نه‌لرو، اقتصادي ستونزې ډېرې شوي دي. نارینه مو بې‌روزګاره شوي، کورونه هم ویجاړ شوي او له وېرې کور ته څوک نه‌شي تللی. "




د هرات یوې بلې اوسېدونکې چې د نوم له ښودو یې ډډه وکړه ازادي راډ‌یو ته وویل، د تېرې شپې زلزلې خلکو ته بیا ډېر مالي زیان اړولی دی.


د هرات دا اوسیدونکې وایي:


"هو! بیا یې خلک ډېر تاواني کړل. هغه کورونه چې پخوا یې لږ څه درزونه کړي و، اوس یې بیخي لوی چاودونه کړي دي. دا ټول مالي زیان دی. "


له درېیو اوونیو راهیسې په هرات ولایت کې درې زورورې زلزلې شوي او تر خوا یې ډېر شمېر نور ټکانونه هم حس شوي دي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور پر بنسټ، په دې زلزلو کې تر ۲۱زره ۵۰۰ څخه زیات کورونه چې ډېری یې د هرات په انجيل او زنده‌جان ولسوالیو کې دي په بشپړ ډول ویجاړ شوي یا ډېر زیانمن شوي دي.


هاخوا په داسې حال کې چې په هرات کې هوا سړه شوې ده، لا هم ډېرې کورنۍ په خېمو کې د سړک پر غاړه او په ولسوالیو کې په ډاګونو کې شپې و ورځې تېروي او له وېرې خپلو کورونو ته نه ستنېږي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په هرات کې د زلزلو له امله د اغېزمنو شمېر ۱۵۴ زره تنه ښودلی او ویلي له دې ډلې تر ټولو اغېزمن شويو ۱۱۴ زره کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې لومړیتوب ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus