Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پي ای اې مالي بحران له وجې ۳۲۲ ملکي او بهرني پروازونه ودرول شوي

پاکستاني چارواکي وايي په تېره يوه اونۍ کې یې د سرکاري هوايي شرکت (پي ای اې) ۳۲۲ پروازونه ودرولي دي.

د دې شرکت وياند عبدالله حفیظ خان د اکتوبر پر ۲۵مه مشال راډيو سره په خبرو کې د دې شمېرو د ورکولو تر څنګ وويل چې په دغو کې داخلي اوبهرني پروازونه شامل دي. نوموړي د پروازونود ودرېدو وجه، د پي اي اې مالي بحران ياد کړ.


عبدالله حفیظ خان زیاته کړه: " له تېرو څو لسيزو راهيسي پي ای اې په تاوان کې روانه ده چې له وجې يې په دغه شرکت د قرضو بوج سخت زيات شوی دی. موږ کوښښ کوو چې ځيني بهرني پروازونه بيا پيل شي او د پي اي اې مهالویش بیا عادي حالت ته وګرځي."




د نوموړي په وينا دوی کوښښ کوي چې په راتلونکې ورځو کې نړيوال پروازونه پرځای کړي. په دوی کې به کېنېډا، ترکيه، چين، ملايشيا او سعودي عرب لپاره پروازونه په ترجيحې بنيادونو بحالولی شي.


دا په داسي حال کې ده چې پي ای اې ته د پاکستان د تېلو سرکاري ادارې (پاکستان سټېټ ايل) لخوا د تېلو ورکول بند کړل شوي دي. د تېلو د نه ورکولو وجه د پي ای اې لخوا د پيسو نه ورکولو ښوول شوي دي. خو د شرکت وياند مشال راډيو ته ويلي چې د تېلو د ترسيل درېدو ترڅنګ پي ای اې سره د پُرزو اخیستو لپاره د پيسو نیشتوالی او قرضونه هم د پروازونو ځنډېدلو سبب دی.


د پاکستان هوايي شرکت له تېرو څو کلونو راهیسې د مالي مشکلاتو ښکار دی. د هغه هېواد د هوايي چلند او اورګاډو چارو پخواني وزیر خواجه سعد رفیق په تېر اپرېل کې قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې پي ای اې د اربونو روپیو پوروړې ده او د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د ۸۸ اربه روپیو تاوان کړی دی.


پر دې سربېره، د پاکستان ملي هوايي‌ شرکت له کلونو راهیسې له یوشمېر نورو ستونزو سره هم مخامخ ده. د ۲۰۱۷ز کال په مې میاشت کې له اسلام اباده لندن ته په تللو دوو الوتکو کې هېروین (پوډر) موندل شوي ول. په ۲۰۲۰ز کال کې چې پاکستان د خپلو یوشمېر پیلوټانو لايسنسونه (اجازتنامې) جعلي وبلل نو یوشمېر هېوادونو یې پر پروازونو بندیزونه ولګول.


هغه مهال د پاکستان د هوایي چلند پخواني وفاقي وزیرغلام سرور خان قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې د پي ای اې په ګډون د هغه هېواد د یوشمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پیلوټان جعلي بریلیکونه او اجازتنامې لري. د پاکستان چارواکو په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې د پي ای اې د مالي او نورو ستونزو مهم لاملونه د زیاتو کارکوونکو ساتل او یوشمېر هېوادونو ته یې پر پروازونو بندیزونه دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus