Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عدالت د حکومتي راز افشا کولو قضيه کې عمران خان او شاه محمود قريشي "رسمي تورن" کړل

په پاکستان کې د دولتي راز افشا کولو د قضيې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت د تحريک انصاف مشر او پخوانی وزير اعظم عمران خان او د ګوند مرستیال مشر او د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په رسمي توګه تورن کړل.

د ځانګړې عدالت قاضي ابوا لحسنات محمد ذوالقرنين د اکتوبر پر ۲۳مه د عمران خان او شاه محمود قريشي د مقدمې اوریدنه د راولپنډۍپه اډياله زندان کې وکړه.


عدالت وويل چې نن ورځ د فرد جرم لپاره ټاکل شوې وه او پر دواړو يې فرد جرم ولګولو. عمران خان او شاه محمود قرېشي د جرم له منلو انکار وکړو.


عدالت د دوی د فرد جرم نه عايد کولو درخواست رد کړو او د قضيې اوريدنه يې د اکتوبر تر ۲۷ مې وځنډوله.


عدالت د اکتوبر پر نهمه شوې اورېدنه کې ویلي وو چې د اکتوبر پر ۱۷مه به پر پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه وخت د بهرنیو چارو پر وزیر شاه محمود قرېشي "فرد جرم" عاید شي خو وروسته یې هغه نیټه د اکتوبر ۲۳مې ته وځنډوله.


په دې مقدمه کې پر عمران خان او شاه محمود قرېشي تور پورې شوی دی چې سرکاري راز یې په ډاګه کړی دی.


عمران خان د تحریک انصاف ګوند مشر او شاه محمود قریشي یې مرستیال دی او دواړه له مودې راهیسې په زندان کې دي. دوی دواړه پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او دایرې شوې مقدمې سیاسي بولي.


عمران خان د اګست پر پینځمه د توشه خانې په قضیه کې تر محکومېدو وروسته ګرفتار شو.


په داسې حال کې چې د اسلام اباد های کورټ په هغه مقدمه کې د عمران خان د درې کلن بند سزا ځنډولې ده خو هغه د سرکاري رازونو د افشا کولو په قضیه کې په زندان کې دی او پلټنې ورڅخه روانې دي.


د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) تېره میاشت وویل چې د رسمي رازونو افشا کولو په قضیه کې له عمران خانه پلټنې کوي او داراز، شاه محمود قریشي یې هم ګرفتار کړ.


د پاکستان د قانوني چارو وزارت په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير د پټ ليک (سایفر) د مقدمې اورېدنې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی او د ترهګرۍ ضد عدالت قاضي ذوالقرنين ته يې د مقدمې اورېدو اضافي واک ورکړى دی.


دا له هغه وروسته ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې دعوه کړې وه چې پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی وو.


نوموړي هغه مهال تور پورې کړی وو چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته په دې اړه یو پټ لیک (سایفر) استولی دی چې ورڅخه ښکاري چې امریکا یې د ګوښه کولو په دسیسه کې لاس درلود.


خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه تر لیرې کېدو وروسته په احتجاجي جلسو کې هم بې له ثبوت وړاندې کولو تور پورې کاوه چې حکومت یې د بهرنۍ دسیسې له وجې ړنګ شو.


امریکا، د عمران خان د واکمنۍ پرضد د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یوشمېر ګوندونو تحریک، او د پاکستان پوځ په بیا بیا د نوموړي تور رد کړی او ناسم یې بللی وو.


پي ډي اېم هغه مهال ویلي ول چې د عمران خان د اقتصادي او بهرنیو چارو ناسمو تګلارو د بې باورۍ تحریک وړاندې کولو ته اړ کړي ول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus