Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نواز شریف هغه ته د اورول شویو سزاګانو ضد عدالت ته درخواستونه ورکړي‌

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف د ایون فیلډ او العزیزیه سټيل ملز په مقدمو کې هغه ته د د اورول شوې سزا خلاف د اپيلونو بیا بحالولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواستونه ورکړي دي.

د نواز شريف وکيل امجد پروېز د اکتوبر پر ۲۳مه په جمع کړيو درخواستونو کې غوښتنه کړې چې نواز شريف ته په دواړو مقدمو کې د سزاګانو ورکولو خلاف دې اپيلونه بحال کړل شي.


ایډوکېټ امجد پروېز زیاته کړې چې عدالت دې د دوی "د دلیلونو تر اورېدو وروسته پر انصاف ولاړه پرېکړه وکړي."


نواز شريف په العزيزيه او ايونفيلډ مقدمو کې د عدالت لخوا سزا شوی وو او په احتساب عدالت کې د توشه خانې د يو موټر خرڅولو په کيس کې د نه حاضريدو په وجه اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.


عدالت د نواز شريف اپيلونه ځکه رد کړي وو چې دی په پاکستان کې موجود نه وو او اشتهاري مجرم ګرځول شوی وو.


عدالت په خپله پريکړه کې ليکلي وو چې که چرې نواز شریف ونیول شي او يا په خپله ځان تسليم کړي نو بیا د اپيلونو د بحالۍ لپاره درخواست جمع کولای شي.




نواز شريف د اکتوبر پر ۲۱مه پاکستان ته له ستنېدو وړاندې له احتساب عدالت او د اسلام اباد له هاي کورټ څخه حفاظتي ضمانت اخستی وو.


دې عدالتونو د احتساب قومي‌ ادارې نيب او پوليس د اکتوبر تر ۲۴مې د نواز شریف له نیولو منع کړي وو.


نوموړی د اکتوبر پر ۲۱مه په لندن کې له څلور کلنې خپلخوښې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شو او د اسلام اباد په هوايي ډګر کې یې له خپلو وکیلانو سره سلا مشوره وکړه.


 قانون پوه او د بلوچستان هايي کورټ وکيل همايون کاسي مشال راډيو ته وويل چې د ده په فکر، نواز شريف ته مکمل باور ورکول شوی دی چې دا ځل راشي نو له ده سره به زياتوب نه کيږي.


ده وویل، "نواز شریف هم په دې پوه دی چې له اسټبلشمنټ سره بله لاره نشته، ټول یې ازمویلي‌ دي، دوی اوس نواز شريف ته اړ دي بله لار نه لري او د عرب ملکونو هم نواز شريف خوښ دی."


د همایون کاسي په وینا، بل پلو چین هم د عمران خان تر ترخې تجربې وروسته په دې نتيجه رسيدلی دی چې نواز شريف او د ده پارټ‍ۍ د دوی لپاره بهتره ده. 




عدالت په ايون فيلډ ريفرنس کې د نواز شريف د شريکو ملزمانو، د ده لور مريم نواز او زوم ريټايرډ کيپټن صفدر اپيلونه منلي او د هغوي سزا يې کالعدم ګرځولې وې.


نواز شريف پاکستان ته تر ستنېدو وروسته د اکتوبر پر ۲۱مه په لاهور کې د ګوند غونډې ته په وینا کې ویلي‌ چې له ده سره چې چا هم او څومره هم زیاتی کړی دی نو دی ورڅخه د غچ اخیستلو هیڅ اراده نه لري.


نواز شريف د ملک اقتصاد پياوړی کولو لپاره د يو نوي سفر پر پيل زور ورکړ او ويې ويل چې له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره به ښې اړيکې ساتي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus