Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د طالبانو له‌خوا د پاسپورټ لپاره د کاغذي غوښتنلیکونو پیلولو اندېښنې رامنځته کړي

په افغانستان کې یو شمېر پاسپورټ غوښتونکي وايي، د طالبانو د حکومت د پاسپورټ رياست وروستۍ پرېکړې چې د پاسپورټ اپلېکېشن غوښتنلیک به کاغذي یا افلاين هم کړي، دوی اندېښمن کړي دي.


د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې د پاسپورټ غوښتونکو د ستونزو د هواري لپاره یې نوې پرېکړه کړې ده.


دغه ریاست د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وليکل، دوی په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې د انلاین فورمو تر څنګ د پاسپورټ غوښتونکو ته دغه بهیر په کاغذي ډول یا افلاین هم پیل کړي.


د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، په هغه غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ د پاسپورټ د عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب په حضور کې جوړه شوې وه، د دې پرېکړې او د کار د ارزونې ترڅنګ، د پاسپورټونو د وېش بهیر او په دې پروسه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وشوې.


د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د عمومي ریاست دې پرېکړې د یو شمېر هغو پاسپورټ غوښتونکو غبرګونونه او اندېښنې راپارولي چې له څه باندې یوه کال راهیسې د انلاین فورمو له لارې د پاسپورټونو اخیستلو ته په تمه دي.


دوی وايي، که کاغذي بهیر پیل شي، د فساد او ګډوډۍ لپاره به زمینه برابره شي او وبه نه‌ شي کولای چې په ټاکلي وخت خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.




د کابل ښار اوسېدونکی حسیب‌الله وايي، له یو کال څخه زیات موده کېږي چې د انلاین فورمې له لارې یې پاسپورټ ریاست ته غوښتنليک ورکړی، خو تر اوسه یې پاسپورټ نه دی تر لاسه کړی.


هغه زیاته کړه: "زما په اند دا د ټولو په حق کې يوه ستر ظلم دی. موږ د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره له یو کال راهیسې انتظار باسو، خو له بده مرغه زموږ وار نه دی راغلی. که دا پروسه پیل شي، نو دا به د ټولو هغو کسانو لپاره سخته وي چې پاسپورټ ته عاجله اړتیا لري."


په کابل کې د پاسپورټ یو بل غوښتونکې ماجبین، چې شاوخوا ۱۴ میاشتې وړاندې یې د انلاین فورم له لارې د پاسپورټ اخیستو غوښتنه کړې، هم همدا خبره کوي وايي، که داسې وشي، ښايي خپل پاسپورټ ژر ترلاسه نه کړي.


هغې وویل: "کابو یو کال او دوه میاشتې کېږي چې موږ د انلاین فورمې له لارې پاسپورټ لپاره نومليکنه کړې،خو موږ تر اوسه پاسپورټونه نه دي ترلاسه کړي. اوس دوی پرېکړه کړې چې د انلاین غوښتنلیک ترڅنګ به د کاغذي عريضې له لارې هم پاسپورټونه وویشي، دا یوه جنجالي مسئله ده. بايد لومړى د انلاين فورمونو کار خلاص کړي بيا يې له بلې لارې توزيع کړي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د پاسپورټ غوښتونکو د دې غوښتنې په اړه د طالبانو د حکومت د پاسپورټ د عمومي ریاست د ویاند نورالله پتمن نظر هم واخلي، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.


خو تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې د پاسپورټونو د وېش پروسه رڼه ده او په تدریجي ډول به وېشل کېږي.


د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست په داسې حال کې دا نوې پرېکړه کوي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فراه ولایت اوسېدونکو تور پورې کړ چې د پاسپورټ په وېش کې فساد موجود دی.


دغه شان په هرات کې هم د پاسپورټونو د وېش له بهیر ویډیوګانې هم خپرې شوې چې ښيي زرګونه کسان د پاسپورټونو د اخیستلو لپاره د هرات د پاسپورټ دفتر ته ورغلي دي.


د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدلو وروسته تر اوسه د پاسپورټونو د ویش بهیر په بې‌ساري ډول پڅ شوی او د بېلابېلو دلایلو له امله څو ځله ودرول شو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus