د پاکستان پوليس: کراچۍ ښار کې د اورلګېدنې له امله د اور وژنې څلور کارکوونکي مړه شوي
د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نهدی معلوم.
د لګېدلي اور له کبله د دغې کارخونې ودانۍ هم ورانه شوې ده.
پولیسو ویلي، د اطفایې کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې د فابریکې د ودانۍ تر خښتو، خاورو لاندې شول.
ویل کېږي، اور داسې سیمه کې بل شوی چې شاوخوا یې نورې ډېرې کارخونې هم شته.