Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هيومن رايټس واچ: د پاکستان حکومت دې د احتجاجيانو پر ضد قانون په غلط ډول نه کاروي

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې، هیومن رایټس واچ، د پاکستان پر حکومت او تحريک انصاف پر مظاهره چيانو غږ کړی چې د قانون احترام دې وکړي.

دې ادارې د مارچ پر ۲۰مه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې په پاکستان کې پولیسو د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د غړيو پر خلاف سپکوونکي ګامونه اخیستي دي. د خبرپاڼې ترمخه، پولیسو مظاهره چيان وهلي دي او د هغوی پر ضد یې اوښکې بهوونکی ګېس کارولی دی.


هيومن رايټس واچ په پاکستان کې پر ايتلافي حکومت غږ کړی چې د مظاهره چيانو پر ضد دې له تشدده کار نه اخلي او په قانون کې شاملو، د ترهګرۍ ضد دفعې دې پرې نه عملي کوي. دې ادارې زیاته کړې چې که کوم احتجاج کوونکي قانون مات کړی وي نو بیا یې هم باید پر ضد قانون په غلط ډول استعمال نه شي. تر اوسه د پاکستان حکومت د هيومن رايټس واچ د دې بيان په اړه څه نه دي ويلي.




له تېرې یوې اونۍ راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د لاهور په زمان پارک کې د پولیسو او تحريک انصاف غړيو ترمنځ نښتې شوې دي. د تحريک انصاف غړي د عمران خان په غوښتنه د حکومت پر ضد احتجاج کوي. پولیسو بیا د عمران خان د نيولو لپاره کارروايي پيل کړې وه او دريځ‌لري چې احتجاج کوونکو سرکاري ملکيتونو ته زیان اړولی او پر پولیسو یې کاڼي ورولي دي.


په پاکستان جمهوري غورځنګ کې له شاملو ګوندونو جوړ، ايتلافي حکومت د تحریک انصاف پرضد "له قانون سره سم" د کارروايي کولو هوډ ښوولی دی. د مارچ پر ۲مه، په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ شوې غونډې وروسته په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د تحریک انصاف د غړو لخوا د مارچ پر ۱۸مه د اسلام اباد پر عدالتي کمپليکس (ودانيوو) "برید" غندي. په بیان کې تور پورې شوی چې "تحریک انصاف يو ګوند نه بلکې د اورپکو له خوا روزل شوې ډله ده چې پرضد به له قانون سره سم چلند کېږي".


واکمن اتحاد دا ځانګړې غونډه تر هغې وروسته کړې چې د مارچ پر ۱۸مه د اسلام اباد یو ضلعي عدالت ته د حاضرېدو په وخت، د تحریک انصاف مشر عمران خان د پلويانو او پولیسو ترمنځ اخ وډب شوی وو. د اسلام اباد پولیسو په وينا په دې نښته کې د دوی ۵۳ سرتیرې ژوبل شوي ول خو عمران خان د مارچ پر ۲۰مه په يو ويډيو بیان کې ادعا وکړه چې عدالت ته د حاضرېدو پرمهال د ده "د وژلو پلان" جوړ شوی وو. هغه د پلان جوړونکيو نوم وانخيست او نه يې هم په دې اړه کوم ثبوت وړاندې کړ.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus