Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو متخصصانو د افغان نجونو د زده کړو مخنیوی وغانده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم مخنیوی په کلکه وغانده او له طالبانو څخه یې د نوي ښوونیز کال په درشل کې وغوښتل چې د هغوی پر مخ سمدستي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصانو د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو د تعلیم غیرقانوني مخنیوی په نړۍ کې ساری نه لري او دا پر یوه جنس او د افغانستان پر راتلونکې اغېز شیندي.


دوی په په جینیوا کې د خپلې غونډې په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي، د ۲۰۲۳ د مارچ په ۲۲مه په افغانستان کې ښوونځي پرانیستل کېږي، خو داسې ښکاري چې د پر له پسې دویم کال په مخه افغان نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځیو ته لاړې شي.




دوی ویلي، افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونو ته د لېسې او متوسطې دورې او همداراز پوهنتوني زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.


طالبانو د تېر کال د حمل په دویمه، چې د کابل په شمول په سړو ولایتونو کې تعلیمي کال پیلېږي، نجونو ته، چې ښوونځیو ته تللې وې، خبر ورکړ چې بېرته کور ته لاړې شي او د دوی ښوونځي به تر بلې نامعلومې خبرتیا پورې بند وي.


سږ کال هم ډېرو تمه لرله چې طالبان به په خپله تګلاره کې بدلون راوړي.


د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله شینکۍ کړوخېل هیله څرګندوي چې طالبانو به قناعت ترلاسه کړی وي چې نور باید د نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي.




کړوخېل وویل: "دا که په هره بهانه و، که سیاسي هدف یې درلود او یا عقیدتي باور نه وو امیدواره یم چې اوس دا مسئله حل شوې وي او هغه چا ته چې د دې کار (د نجونو د زده کړو مخنیوي) ممانعت کوي، قناعت ورکړل شوی وي او ښوونځي پرانیستل شي ځکه چې زده کړې د نجونو حق دی."


د ملګرو ملتونو متخصصانو ویلي، تعلیم یو داسې قوت بخښونکی حق دی چې په خپله د نورو بشري حقونو لاره هواروي، خو د طالبانو له لوري له دې حقه د نجونو محرومول د هېواد نیمايي نفوس عملاً له اکثرو نورو بشري حقونو بې برخې کوي.


د ملګرو ملتونو متخصصانو په خپله اعلامیه کې د ښځو د کار او زده کړو لپاره د افغان ښځو او ماشومانو د اعتراضونو درنښت کړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې فوراً نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.




دوی د طالبانو له حکومته غوښتي چې له نړیوالو معیارونو سره سم د افغانستان په ټولو سیمو کې ټولو نجونو او هلکانو ته یو شان تعلیمي نظام مهیا کړي، په ښوونځیو او له ښوونځیو دباندې د نجونو امنیت وساتي، د پوهنې د سیکتور پر ټولو ښځینه ښوونکو او استادانو بندیزونه لېري کړي.


دوی پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي، په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د یو شان او ښه کیفیت تعلیم برابر کړي او د نجونو د رسمي تعلیمي سیستم د ملاتړ لپاره مالي ملاتړ وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus