Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ګوادر کې د "حق دو تحريک" مشر د پولیس د وژلو تور رد کړی، مظاهرې دوام لري

د بلوچستان په ګوادر کې د حق دو (حق راکړئ) تحريک د مظاهرو په وخت يو پولیس وژل شوی دی.

د بلوچستان حکومت تور پورې کړی چې دا پولیس د "حق دو تحريک" غړيو وژلی دی. د وزيراعلی وياندې، فرح عظيم شاه د دیسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د یاسر سعيد په نوم پولیس افسر د مظاهره چيانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.


د هغې په وينا مقدمه د حق دو تحريک مشر، مولانا هدايت الرحمن بلوچ پر ضد درج شوې ده. خو د حقونو لپاره د راپورته شوي غورځنګ مشرانو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ډزې د پوليسو او امنيتي ځواکونو لخوا شوي دي.




د "حق دو تحريک" يو مشر غړي، عبدالرحيم بلوڅ د دیسمبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې پولیس پخپله د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی. هغه زیاته کړه چې د حکومت اقدامات به یې مظاهرې ختمې نه کړي. نوموړي زیاته کړه چې تر څو یې غوښتنې نه وې منل شوي تر هغې به يې مظاهرې دوام لري. دوی له حکومته په دې ښار کې د پوځي چيک پوسټونو کمولو، په لويو ټرالرانو د ماهيانو د نيولو د مخنیوي او له ايران سره د سوداګرۍ اسانولو غوښتنې لري.


د مظاهرو او "حق دو تحريک" مشري د جماعت اسلامي‌يو ځايي سياستوال مولانا هدایت الرحمن بلوڅ په مشرۍ د ګوادر او شاخوا سيمو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو په حق کې د ۲۰۲۱ کال په ډېسېمبر کې او بیا د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې هم مظاهرې کړې وې او پرلت یې وهلی وو.


د صوبې اعلا وزیر د ۲۰۲۱م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په ځانګړي توګه ګوادر ته ولاړ او له پرلتوالو سره يې يو ۱۹ نکاتي تړون لاسليک کړ چې ورسره پرلت پای ته ورسېد. د تحریک مشرانو هغه مهال له حکومت سره تر مذاکراتو وروسته احتجاج ختم کړی وو خو د دې تحريک مشران وايي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو ځکه بیا پر احتجاج کولو مجبوره شوي دي.


د دیسمبر پر ۲۶مه، پولیسو په تشدد کولو سره پرلت ګډوډ کړ، خېمې یې لیرې کړې او ۲۱ پرلتوال یې ونيول. د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر ضياالله لانګو د دیسمبر پر ۲۶مه په کوټه کې خبریالانو ته وويل چې کله له مظاهره چيانو سره د پولیسو مذاکرات ناکامه شول نو د هغوی پرضد یې کارروايي وکړه. ده وویل: "دا ځکه چې پرلتوال د ریاست پرضد درېدلي وو او په ګوادر کې مېشت چينايانو د وېرې احساس کاوه." د دې په غبرګون کې د "حق دو تحريک" غړيو د ګوادر ضلعو په بېلابېلو برخو کې مظاهرې پيل کړي.


د بلوچستان حکومت یو ځل بيا په ګوادر کې ديوې مياشتې لپاره د ایین ۱۴۴ مه ماده عملي کړی او په سیمه کې یې د خلکو په راټولیدو او جلسو جلوسونو بندیز لګولی دی. انټرنيټ او موبایل سرویس هم په سم ډول کار نه کوي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus