Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایستل شويو سياستوالو خوشال کاکړ مشر وټاکه

له پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایستل شويو سياستوالو د کنګرې په رابللو سره خوشال خان کاکړ د مشر او مختيار خان یوسفزی د شريک مشر په توګه ټاکلي.

دې ګوند دا کنګره يا عمومي غونډه د دیسمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د کوټې په ايوب سټيديم کې رابللې وه. په دې غونډه کې په زرګونو خلکو ګډون درلود. رضامحمد رضا د مرستيال مشر، خورشيد کاکاجي د حنرل سيکريټري،‌ عیسی روښان د وياند،‌ عبيدالله بابت د مرکزي سيکريټري او نصرالله زیری د بلوچستان صوبايي مشر ټاکل شوي دي.




دې سیاستوالو چې لا هم ځانونه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي‌بولي، دا کنګره تر هغه وروسته وربللې وه چې د دې ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نومبر پر ۲۶مه دوی له ګوند وایستل. اڅکزي ويلي چې د مرکزي کمېټۍ ۳۹ کسانو د ګوند له منشوره سرغړونه کړې وه او هغه خبرې چې باید د ګوند دننه پرې بحث شوی وای، پر ټولنيزو رسنيوو کړې دي نو ځکه یې غړيتوب ختموي.  


په دوی کې، د ګوند جنرل سيکريټري مختار خان یوسفزی، رضا محمد رضا او عبید الله بابت شامل وو. البته د وفات شوي پخواني سينيټر عثمان کاکړ زوی، خوشال کاکړ له ګونده نه وو ایستل شوی. اڅکزي ويلي وو چې د خوشال پلار د ګوند لپاره ډيرې قربانۍ ورکړې دي نو ځکه یې غړیتوب نه ختموي. 


د دې په غبرګون کې مختيار یوسفزي لومړی په کوټه او بيا وروسته په کچلاغ کې د ګوند د "مرکزي کمېټۍ" غونډې وکړي. محمود خان اڅکزي د دیسمبر پر ۱۹مه په کوټه کې د ګوند عمومي غونډه وروبلله. درې ورځې دوام لرونکې دې کنګرې ته د ياد ګوند په زرګونو غړي وربلل شوي وو.




په دې کنګره کې محمود خان اڅکزی د پښتونخوا ملي ګوند د مشر په حیث، ارشد خان او عبدالرووف لالا د مرستيالانو، عبدالرحيم زیارتوال او اتل خان د مرکزي جنرل سيکريټريانو په توګه ټاکل شوي دي. همدارار په مرکزي سیکرټريانو کې نواب ایاز خان جوګیزی، جمعه ګل، رسان صافی، نزیر جان لالا، ملک شوکت بنوڅی، تالیمند خان، ډاکټر کلیم الله، حاجي فضل قادر شېرانی، ډاکټر حامد خان، موسا باچا، جبار خان اتمانخېل او ډاکټر جمیل پانیزی شامل دي.


د دیسمبر پر ۲۷ او ۲۸مه رابلل شوې، د پښتونخوا ملي‌عومي‌ګوند د ایستل شويو سیاستوالو په د کنګرې په اړه نوي ټاکل شوي مرکزي سیکریټري نصرالله زېري وويل چې دوی په غیرقانوني ډول له ګونده ایستل شوي وو.


هغه د دیسمبر پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د منشور له مخې د ګوند مشر په يوازې ځان کنګره نه شي ورغوښتل او نه هم د مرکزي کمېټۍ غړي ایستلی شي خو محمود خان اڅکزي په یوازې ځان د مرکزي کمېټې ۳۹ غړي ليرې کړل. نوموړي زیاته کړه چې د دوی کنګره د ګوند د اصولو سره سمه او قانوني‌ده. 


خو د محمود خان اڅکزي لخوا راغوښتل شوې کنګره کې صوبايي مشر ټاکل شوي، قهار ودان مشال راډيو ته ويلي چې په ايوب سټيډيم کې وربلل شوې غونډه قانوني ده او بايد د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نوم نه وای شوی. هغه زیاته کړه چې دغه کسان له ګونده ایستل شوي نو ځکه نه شې کولی چې داسې کنګرې جوړې کړي. "که دوی ځان ته خپل جلا ګوند جوړوي‌خو سمه ده مګر د هغه ګوند کنګرې نه شې راغوښتلی چې په کوم ګوند کې یې غړيتوب ختم شوی دی."




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus