Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اشرف غني: طالبانو افغانستان اشغال کړی او افغانان یې يرغمال کړي دي

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت د بنديز په غبرګون کې ويلي چې طالبانو افغانستان اشغال کړی او افغانان یې برمته کړي دي.

غني د دیسمبر په ۲۱مه، شپه مهال په خپاره کړي بيان کې ويلي چې د طالبانو لخوا د نجونو پر تعليم بنديز جنسيتي تبعیض يا اپرتايډ دی. هغه زیاته کړې چې طالبان د دې پرېکړې په کولو سره د افغان ولس په وړاندې ودرېدلي ځکه چې په وينا یې ټول افغانان د ښځو د کار او تعليم په اړه يوه خوله دي چې مشکل ورسره نه لري.


غني زياته کړې: "اصلي ستونزه د حاکمې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی. ما په کراتو، کراتو ویلي او بیا یې وایم، که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بېسواده پاتي شي، راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي."




په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د دیسمبر په شلمه، په ورځ اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تر امرثاني پورې بندې وي. دوی د دې پرېکړې تر شا لاملونه نه دې واضحه کړې خو پخوانی دريځ یې دا دی چې ښځو ته د کار او زده کړو شرعي چوکاټ برابرول غواړي. دوی دا چوکاټ نه دی تشريح کړی.


پخواني ولسمشر، محمد اشرف غني د طالبانو لخوا د نصاب په ممکنه بدلون هم نيوکې کړې دي. هغه په خپل بيان کې ويلي: "حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟"


طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. په دغه ورځ د هغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني سره د ځينو نورو لوړپوړو چارواکو متحده عرب اماراتو ته ولاړ. نوموړی له هغه راهیسې هملته اوسيږي او وخت په وخت د افغانستان پر حالاتو بیانونه ورکوي.


طالبانو د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ. طالبانو د نجونو پر تعليم د بندیز سربېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي.


افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي او نه یې هم د نړيوالو غبرګون ته مثبت ځواب ویلی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus