Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د غبرګونونو دوام؛ د کرکټ ځینو لوبغاړو زده کړه د ښځو اساسي، حیاتي، اړین او اسلامي حق بولي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر پیاوړو او مشهورو لوبغاړو د طالبانو له لوري د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز ته غبرګون وښود او زده کړې یې د ښځو اساسي، حیاتي، ضروري او اسلامي حق وباله.


د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی محمدنبي د ښځو زده کړې یوه حیاتي اړتیا بولي او وايي، زده کړې د افغانانو روښانه راتلونکی تضمینوي.


هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "مونږ ټول باید دا ومنو چې زمونږ ټولنه او دغه هېواد د مېرمنو زده کړو ته هم حیاتي ضرورت لري. ځکه چې د دواړو نارینه او ښځینه وو په زده کړو او ګډو هڅو د هېواد او ملت روښانه راتلونکې تضمینېږي."


د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشدخان پر خپل فېسبوک پاڼه بیا یو حدیث خپور کړی چې د علم ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض بلل شوي.


هغه وايي، د نالوستې ښځې په غېږ کې روزنه د ټولنې لپاره ګټور نه شي تمامېدای.


هغه ویلي: "په دې کې شک نه شته چې ښځه د ټولنې نيمه برخه ده او دا هم منلې خبره ده چې ښځه د انساني ټولنې بنسټ دی، دا په دې چې ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو (نسلونو) روزونکې او پالونکې ده. دا هغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت په کې وده کوي او جوړښت مومي. نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلې او نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو دې د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري."


دغه راز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی رحمان الله ګربز د راشدخان په څېر د یو حدیث په خپرولو سره وايي چې زده کړه پر هر مسلمان فرض دی او په خبره یې یوه باسواده کورنۍ ټولنې ته خوشالي ورکوي او دغه راز د هېواد د پرمختګ لامل کېږي.


هغه وویل: "يو باسواده کورنۍ ټولنې ته خوشالي ورکولای شي او د هېواد د ترقۍ سبب ګرځي او ناپوهه ټولنه تل پر ټولنې بوج وي."


د طالبانو دغه اقدام ته په کور دننه او بهر تند غبرګونونه ښودل شوي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو دا پرېکړه غندي چې پوهنتونونو ته د ښځو ورتګ ځنډوي.


دغه سازمان له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې له دې پرېکړې په شا شي.


اخوا د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو د طالبانو د لوړ زده کړو وزارت د وروستۍ پرېکړې پر خلاف لاریون وکړ او له طالبانو یې وغوښتل څو دغه پرېکړه بېرته واخلي.




د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو یو شمېر ښځینه محصلانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو پر پرېکړه خواشیني وښوده او وې ویل چې هیله لري دوی بېرته خپلې زده کړې پیل او په دې سره خپلو هیلو او ارمانونو ته ورسېږي.


د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت د یوه تازه فرمان پر اساس تر امر ثاني پورې د افغان نجونو پر هر ډول زده‌کړو بنديز ولګاوه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus