Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

متقاعد امريکايي سفيران: د افغانانو د مېشتېدو موضوع دې د کانګرس په مجلس کې بحث شي

یو شمېر هغه متقاعد امریکايي سفیران چې پخوا یې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، د یوه لیک په ترڅ کې د کانګرس څخه د یو داسې قانون د تصویب غوښتنه کړې تر څو د نوي راغلي افغانانو د اوسېدو اسناد د قانوني کړي.


دا طرحه د روان کال د اګست په نهمه نېټه د يو شمېر امريکايي سناتورانو له‌خوا، د دغه هېواد کانګرس ته وړاندې شوه.


د دغو امریکايي ډیپلوماټانو په لیک کې راغلي چې: "د د دغه پلان په تصویب او په قانون بدلولو سره به امریکا وتوانیږي چې د افغانو همکارانو سره به خپلې کړې ژمنې، عملي کړي."


په لیک کې دا هم راغلي چې که څه هم دا د امریکا اخلاقي مسوولیت دی چې باید یې وکړي؛ خو کېدای شي د افغانانو د اوسېدو اړوند موضوع باندې غور به په راتلونکي مسایلو کې، د متحده امریکا د اعتبار وړ وګرځي.




ویل کېږي چې د دغه پلان په تصویب کېدو سره به په امریکا کې زرګونو نویو راغلو افغانانو ته په ځانګړې توګه هغه افغانان چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵ وروسته امریکا ته راغلي، د دایمي اوسېدو اجازه ورکړل شي.


رایان کراکر، رونالډ نیومن، ویلیم ووډ، انټوني وین، جیمز ګیننګهام ، مایکل مکینلي، هوګول لیورینس او راس ویلسن د هغو سفیرانو له ډلې دي چې دغه لیک یې لاسلیک کړی او د چهارشنبې په ورځ یې د امریکا د کانګرس غړو ته استولی دی.


مدني فعال، محمد رامین چې نوی د تخلیې په پروسې کې امریکا ته انتقال شوی، وایي: د دغه طرحې تصویب به د امریکا د ژمنو په دوام کې، اغېزمن تمام شي.



نوموړی وايي: "په یقین سره، دا تاییدوم چې دا د هغه د کسانو لپاره یو ښه پیغام دی چې لاهم په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ ته سترګې په لار دي او دا به ډېر مثبتې اغېزې ولري، په ځانګړې توګه هغه وخت کله چې د وتلو پروسه بیا له سره پیل شي او دوی وکولای شي، له افغانستان ووځي."




په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ هم ویلي دي چې د دغه پلان د تصویب ملاتړ کوي.


امریکا غږ د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارین ژان پییر له خولې چې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې یې ویلي، لیکي: دوی د افغانانو د دایمي اوسېدو په اړه د کانګرس د هڅو ملاتړې دي او په دې برخه کې خپل ټولو هڅو ته ادامه ورکوي تر څو قانون اماده او ولسمشر ته یې وړاندیې کړي او د افغانانو دایمي او قانوني اوسیدلو په اړه یوه مناسبه او غوره لاره برابره شي.




ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان دفتر هم پر خپل ټویټر اکاونټ کې د دغه پلان د تصویب ملاتړ کړی دی.



دغه سازمان د خپل ټويټ په يوه برخه کې ليکلي: "(ایمیني نه باید تاریخ انقضا داشته باشد)هغه افغانان چې اوس یا پخوا امريکا ته راغلي د هغوی د تلپاتې اوسېدو او امنيت لپاره باید یوه مناسبه لارې غوره شي."




په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره یو افغان همکار چې لا هم په افغانستان کې پاتې او ډېر مخکې یې امریکا ته د پناه غوښتنه کړې لا هم یې پروسې کې هیڅ د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.


ده د ازادي راډیو سره هغه عکسونه چې، دی په‌کې وهل شوی و شریک کړل.




نوموړي وویل: "ډېره ښه خبر ده چې دا وړاندېز یې کړې تر چو مرسته وشي له هغه کسانو سره چې لا هم هېواد کې پاتې، ځکه موږ پخپله هم د دوی همکاران پاتې شوې یو، موږ دلته دوی سره کار کړی او زموږ ډېری همکاران زما په ګډون وهل شوي ډبول شوي، زه هم شاوخوا درې که څلور ورځې د طالبانو د پوځ له‌خوا وړل شوی وم، وهل شوی هم یم او درې شپې او درې ورځې وروسته یې بیرته ازاده کړم."


هغه هیله‌من دی چې، د دې طرحې په قانون بدلېدو سره به دده او د هغه د همکارانو د ایستلو بهیر بیا په چټکۍ پیل شي.




د امریکا غږ د خبر له‌مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د امریکايي ځواکونو نږدې اتیا زره افغان همکاران، سیاسي فعالان، مدني ټولنې او خبریالان دغه هېواد ته راوستل شوي دي.


د دغو کسانو یو شمېر کسانو ته د لنډ مهاله بشري ویزې ورکړ شوي دي او د امریکا کانګرس ته د وړاندیز شوي پلان په تصویب سره به دوی وکولای شي، دایمي یا اوږدمهاله اوسېدو اسناد ترلاسه کړي او په قانوني، اوږد مهاله او خوندي توګه به متحده ایالاتو کې ژوند وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus