کويټه کې ځان وژونکي بريد کې ۳ تنه وژل شوي
په کويټه کې یوې ځان وژونکې چاودنې درې تنه وژلي او ۲۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي.د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور لهمخې دا چاودنه نن سهار د پولیسو پر یوه موټر وشوه.د پولیسو یوه چارواکي خبریالانو ته وویل چې، په مړو کسانو کې یو پولیس او یوه ښځه هم شامل دي.د امنیتي چارواکو په وینا دا یوه ځان وژونکې حمله وه چې نژدې ۲۵ کیلوګرامه چاودېدونکې مواد پهکې کارول شوي وو.د دې برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP منلی دی.