Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوچا په افغانستان کې د سختې وچکالۍ اټکل کړی دی

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په کلني راپور کې د افغانستان د سخت راتلونکي په اړه وړاندوینه شوې ده.


د اوچا کلنی راپور چې تازه خپور شوی په‌کې راغلي دي، اقلیمي وړاندوینه دا ښيي چې راتلونکی کال به وچکالي وي.


په دې راپور کې راغلي دي چې خلک به په ښارونو کې له پور او مالي ستونزو سره مخ کېږي او خدمتونو ته هم لاس‌رسی کمېږي چې په دې کې به د څښاکو اوبو ته هم لاس‌رسی کم شي.


اوچا دغه‌شان ویلي دي چې د اوکراین جګړه او د پاکستان سېلابونه هم د بیو په لوړوالي کې رول لري.


د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر په خپل کلني راپور کې دغه‌شان ویلي دي چې دوی به اقلیم ته په کتو د مرستو د همغږۍ هڅې وکړي چې په کومو سیمو کې چې د خدمتونو کمی دی، هلته کار وکړي.




دغه ادارې له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنه کړې چې د بشري مرستو په برخه کې باید انعطاف وښيي او ژر تر ژره مرستې زیاتې کړي.


اوچا دغه‌راز ویلي، باید ډاډ ورکړل شي چې ښځې هم د مرستو په رسولو کې ونډه واخلي او هم دوی ته مرستې ورسېږي، ځکه ښځې د افغانستان ۵۰ سلنه جوړوي.




اوچا دا هم ویلي، په واقعیت کې ملیونونه هغه کسان چې یو ځل‌یې مرستې ترلاسه کړي، نورو مرستو ته اړتیا لري.


د دغه ادارې په کلني راپور کې راغلي دي چې د سږني کال په تېرو نهو میاشتو کې یې، په افغانستان کې په ټوله کې ۲۴،۳ ملیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.


 




د اوچا د راپور پر بنسټ، د اړو خلکو د اړتیاوو د برابرولو لپاره نورې بسپنې او بېړنیو مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.


دې ادارې په دې وروستیو کې ویلي و چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د بې‌وزلو خلکو شمېر ۹۷ سلنه زیات شوی دی.


له دې وړاندې هم بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړی دی.




پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي بې‌کاري او بې‌وزلي زیاته شوې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.


هڅه مو وکړه چې د اوچا د کلني راپور او د طالبانو د حکومت د اقداماتو په اړه د دوی نظر هم واخلو، خو ویاندویانو يې د دغه راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې نه‌دي ځواب کړي.


تر دې مخکې بیا دوی په افغانستان کې د بې‌وزلۍ زیاتېدل منلي، خو ویلي دي، حالت تر دې حده هم خراب نه‌دی څومره‌یې چې نړیوال بنسټونه یادوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus