Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د رباني کهر په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د حنا رباني کهر په مشرۍ به یو پلاوی سبا د نومبر ۲۹مه کابل ته سفر وکړي.


له پاکستان نه یو پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ به یو پلاوی د نومبر په ۲۹مه کابل ته سفر وکړي.


په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه یو ورځني سفر کې به د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون د تعلیم، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ، سیمه ییز اتصال، د خلکو ترمنځ د اړیکو او د سیمه ییز امنیت په اړه به خبرې اترې وشي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دواړه خواوې به په افغانستان کې د سولې ټینګښت او دغه شان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دایمي ثبات لپاره بحث وکړي.


د خبرپاڼې په حواله، پاکستان به د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو او د افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو د اقتصادي سوکالۍ لپاره د رښتینې فرصتونو د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام او په اړه به یې ګټور بحث وکړي.


په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د دوی د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی د یو ښځینه چارواکي په مشرۍ افغانستان ته سفر کوي.


دا سفر په داسې حال کې کېږي چې مخکې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو او بندیانولو راپورونه ورکړل شوي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وه چې د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي او د پاکستان له حکومته يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.




دغه شان په سپین بولدک او ډڼدپټان کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتې راپورونه هم ورکړل شوي وو.






د د نښتو له امله د سپین بولدک - چمن لاره هم د ځو ورځو لپاره د مسافرو او سوداګرو پر مخ تړل شوې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus