Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د افغانستان د تېر نظام پوځیان له دوامداره نیولو، ربړولو او وژلو اندېښمن دي

د افغانستان د تېر حکومت امنیتي ځواکونه وايي، له عمومي عفوې سره سره په افغانستان کې د دوی د نیولو، لادرکه کولو او حتی وژلو لړۍ روانه ده.


د جمهوري نظام د ملي امنیت یو ډګرمن چې نه غواړي د امنیتي ملحوظاتو له مخې خپل نوم واخلي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو د نیولو او حتی وژلو دوی سخت اندېښمن کړي دي.


دغه ډګرمن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "د تروریستي ډلې د استخباراتو له خوا هره ورځ پخواني پوځیان په مرکز او ځینو ولایتونو کې نیول کېږي او نامعلوم ځای ته بېول کېږي. تر څو ورځنۍ شکنجې او وهل ډبولو وروسته یې مړي په نامعلوم ځای کې موندل کېږي، چې سر یې له تن جلا کېږي او دا د تاسف خبره ده. په سلګونو افسران او سرتېري نیول شوي، چې حتی د کورنۍ د غړو او ماشومانو په وړاندې په ډزو وژل کېږي. یوه بېلګه په کندهار کې د پولیسو د افسر حمید الله دی، چې له کوره وتلی و او درې ورځې وروسته یې مړی، چی سر یې له تنې جلا کړل شوی و، د ډنډ ولسوالې په یوه ویاله کې د ځایي خلکو له خوا وموندل شو."


ځینې پخواني پوځیان اړ شوي چې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډه وکړي، خو دوی شکایت لري چې هلته هم له بد وضعیت سره مخامخ دي.


په ایران کې یو پخواني نظامي افسر وايي، د ده په څېر ګڼ پخواني پوځیان حتی سوالګرۍ ته اړ شوي دي.


هغه وویل: "په افغانستان کې د شهیدو افسرانو د کورنیو غړي سوال کوي. موږ د ملي اردو سرتېري ته چې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، دغومره پاتې دي، چې کاسه راواخلو او د سړک پر غاړه سوالګري وکړو. په دې برخه کې هر خیریه بنسټ چې وي، هیله کوو چې زموږ ملاتړ وکړي."


په پاکستان او ترکیه کې هم کډوالو شویو پخوانیو پوځیانو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې له اقتصادي ستونزو او نورو کړاوونو شکایتونه کړي دي.




خو د تېر جمهوري نظام په سلګونو غړي چې له اقتصادي ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، وايي په امنیتي لحاظ له سختو چلنجونو سره لاس و ګرېوان دي.


یو تن وویل: "یوه ورځ د ‎طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا ونیول شوم او اوولسمې امنیتي حوزې ته ولېږدول شوم. تر ۴۵ ورځنۍ شکنجې او د یونیم لک افغانیو پیسو تر ورکړې وروسته خوشې کړای شوم. اوس هم له وېرې او ډار سره په افغانستان کې ژوند کوم."


یو بل پخوانی پوځي افسر وايي، د افغانستان د تېر نظام امنیتي ځواکونو ټول پر کورونو ناست دي او د طالبانو په وړاندې په کومه وسله واله مبارزه کې لاس نه لري.


هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل: "له نړۍ، نړیوالې ټولنې او د افغانستان له مشرانو هیله من یو چې په لویو نړیوالو غونډو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر موضوع هم بحث وکړي. دوی دې امنیتي ځواکونه جګړې ته نه داخلوي. هېڅ امنیتي ځواک په کوم ځای کې په کومه جګړه کې لاس نه لري."


وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، لادرکه کېدو او وژل کېدو راپورونه خپرېږي، چې د کورنۍ غړي یې وايي هېڅوک یې غږ نه اوري.


د طالبانو چارواکي دا نه مني، چې د تېر جمهوري نظام کوم سرتېری یا لوړ رتبه افسر دې نیول شوی یا شکنجه شوی وي.




د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "داسې اسناد موږ نه لرو چې د پخوانیو پوځیانو او سرتېرو وژل تایید کړي. کله کله افواهات وي یا داسې وي چې شخصي موضوعات، مخاصمې او دعوې د دې سبب کېږي، چې کله- کله یو څوک دعوه ورباندې وکړي. شخصي موضوع وي، یو وخت یې کار هم کړی وي او یوه پېښه شوې وي. سیاسي اړخ نه لري، په دې خاطر نه څوک نیول شوي او د وژنې موضوع موږ نه تاییدوو، داسې پېښې موږ نه لرو."


د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته د افغانستان امنیتي ځواکونه چې شمېر یې شا و خوا درې نیم لکه ښوول کېده، دړې وړې شول.


د طالبانو سرپرست حکومت ویلي، په خپلو لیکو کې به د تېر نظام پوځیانو ته ځای نه ورکوي.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي تېر کال په پاکستان کې یوه کنفرانس ته ویلي وو، افغانستان نور لوی پوځ ته اړتیا نه لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus