Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ حکومت ضد لاریون وځنډېد

د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د حکومت پر ضد لاریون چې ټاکل شوې وه نن به بېرته پیلېږي، دوې ورځې وځنډېده.


دا لاریون تېره اونۍ پنجشنبې وروسته تر دې ګډوډ شو چې په پنجاب کې ډزې پرې وشوې او عمران خان په کې په پښه ولګېد.




اویا کلن عمران خان د یکشنبې په ورځ له روغتونه رخصت شو او اوس په لاهور کې په خپل کور کې دی.


د پنجاب حکومت ویاند او د تحریک انصاف ګوند یوه چارواکي مسرت چیمه په ټوېټر کې لیکلي دي چې د پنجشنبې په ورځ د نومبر په لسمه به خامخا د ازادي په نوم لاریون شروع کېږي.


د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د ازادۍ په نوم دا لاریون د اکټوبر په ۲۸مه له لاهور څخه پیل کړ چې اسلام اباد ته به ځي، خو تېره اوونۍ پنجشنبې د پنجاب د وزیراباد په سیمه کې ډزې پرې وشوې چې له امله یې یو تن ووژل شو او د عمران خان په شمول یو شمېر کسان ټپیان شول.


عمران خان وړمه ورځ په لاهور کې رسنیو ته وویل چې له وزیراباده به د دوی لاریون بېرته روان شي.


هغه وویل: "له همغه ځایه به زموږ لاریون پیل شي. زه به له دې ځایه هره ورځ لاریون ته وینا کوم. زموږ لاریون به له ننه په لس پنځلس ورځو کې راولپنډۍ ته ورسېږي. له ټول پاکستانه به په هغه وخت خلک ځانونه راورسوي. زه به بیا په خپله راولپنډۍ ته ورځم او د هغو خلکو مشري به وکړم چې له ټول پاکستانه راغونډ شوي وي."


د تحریک انصاف ګوند مشر په همدې خبرې غونډه کې دا هم وویل چې په پنجاب ایالت کې د ده د ګوند واک دی خو د وزیر اباد د برید له امله تر اوسه نه دی توانېدلی چې عریضه محکمې ته وسپاري.


د پاکستان سترې محکمې پرون د پنجاب له حکومته وغوښتل چې دا قضیه دې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت کړي.


یوه ورځ مخکې تر دې د دې پېښې په تړاو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له سترې محکمې غوښتې و چې په عمران خان باندې د برید د څېړنې لپاره دې یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړي.


عمران خان د اپرېل په میاشت کې د پارلمان د نه باور رایي په ترڅ کې له صدراته لرې شو.


ده لاریون تنظیم کړی دی چې پر اوسني صدراعظم شهباز شریف فشار راولي چې وار له مخه انتخابات وکړي او له مهالوېش سره سم باید انتخابات راتلونکی کال وشي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus