Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا ته د پاکستان د لوی درستيز د سفر موخه څه ده؟

د پاکستان لوی درستیز په دې هیله چې له امریکا سره د پاکستان اړیکې بیا د پخوا په شان ښې کړي، دغه هېواد ته په شپږ ورځني سفر تللی دی.


پاکستان له څو لسیزو راهیسې د امریکا نژدې متحد هېواد و. د شوروي اتحاد خلاف د افغان مجاهدینو د جګړې په دوره کې امریکا پاکستان ته ډېرې مالي او پوځي مرستې ورکړې.


د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته پاکستان د امریکا په مشرۍ له نړیوال ايتلاف سره ملګری شو او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور په مهال امریکا پاکستان ته میلیاردونه ډالره پوځي او ملکي مرسته ورکړه.


خو د پاکستان او امریکا اړیکې تر ډېره د افغانستان د جګړې پر سر سړې شوې او د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ترمپ پاکستان ته مرستې ودرولې.


اوس، چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او لسګونه میلیارد ډالره پوروړی دی، د پاکستان لوی درستیز هڅه کوي د امریکا او پاکستان اړیکې یو وار بیا تودې کړي.


خو د امریکا په امنیتي شورا کې د جنوبي اسیا د څانګې پخوانۍ مشره لیزا کرټس وايي، فکر نه‌کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په صورت کې امریکا له پاکستانه ډېره تمه ولري.




دې د امریکا ډیوې رادیو ته وویل: "پاکستان په تیرو شلو کلونو کې په طالبانو باندې له خپل نفوذه کار نه دی اخیستی."


اغلې کرتس په عین حال کې وايي چې امریکا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد د عملیاتو لپاره د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.


نوموړې وايي: "په افغانستان کې دبې پېلوټه الوتکو په وسیله د ترهګرو د څارلو لپاره امریکا د پاکستان فضايي حریم ته اړتیا لري خو دا هغه څه دي چې امریکا یې غواړي او د القاعده د مشر ایمن الظواهري په وژلو کې موږ ولیدل. دا چې پاکستان به طالبان وهڅوي چې له القاعده سره اړیکې وشلوي فکر نه کوم چې امریکا به په دې برخه کې له پاکستانه تمه ولري."




پاکستان نه یوازې له امریکا د نورو مرستو هیله لري بلکې له امریکا غواړي چې دا هېواد له پاکستان سره د سېل د زیانونو د کمولو په برخه کې کومک وکړي.


په واشنګټن کې د ویلسن فکري مرکز شنونکی مایکل کوګلمن امریکا ته د جنرال باجوه په اړه په یوه ټویټ کې لیکلي چې ممکن په دې سفر کې پاکستان په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې امریکا ته د همکارۍ وړاندیز وکړي.


د سیمې د چارو شنونکی او ژورنالېست سمیع یوسفری وايي چې د عمران خان د حکومت پر مهال د امریکا او پاکستان اړیکې ښې نه وې خو د عمران خان له لېرې کېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې د ښه کېدو لور ته روانې دي.




ښاغلی يوسفزی وايي: "دا سفر ډېر مهم دی. پاکستان هڅه کوي چې له امریکا سره اړیکې ښې کړي. د باجوه او امریکايي چارواکو په خبرو کې به افغانستان د بحث تر ټولو مهمه موضوع وي."


په همدې حال کې د جنرال باجوه له سفر سره هم‌مهاله امریکايی چارواکو ویلي چې، له پاکستان سره ګډې پوځي همکارۍ ارزوي خو دې هېواد ته د پراخو پوځي مرستو د بیا پیلولو ژمنه یې نه‌ده کړې.


جنرال باجوه د سه شنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لویډ‌ اسټین او نورو پوځي چارواکو سره وکتل.


د پاکستان پوځ د اسټن او باجوه د کتنې په اړه ویلي چې دوی د دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې د امنیت او نورو مسلو په اړه خبرې کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus