Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هره ورځ؛ "دوه اوونۍ ګڼه ګوڼه"

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال - د تېر کال مهمې پېښې


په افغانستان کې له کابو ۲۰ کلن حضور وروسته د امریکايي ځواکونو او د هغې د متحدینو وتل - د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۴مې/ ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه د ۱۴۰۰ کال د وږې تر ۸مې/ ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۰مه تر ټولو مهمې پېښې


دا ۱۵ ورځې د افغانستان او افغانانو لپاره له بدلونونو ډک وو.


په دې ورځو کې ډېر بدلونونه رامنځته شول، دلته د دغه ۱۵ ورځو ځینې مهمې پېښې او بدلونونه په ترتیب راټول شوي دي.


۱۴۰۰ کال د زمري ۲۴-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه



بیا واک ته رسېدل



د افغان امنیتي ځواکونو او د هغو د امریکایي متحدانو پر ضد د کلونو "وسله‌وال بغاوت، وسله‌والې مبارزې، یا شخړو" په نتیجه کې طالبانو د یکشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل ونیو.


مخکې له دې چې طالبان کابل ته ننوځي، خبر خپور شو چې د افغانستان مخکېنی ولسمشر اشرف غني او د جمهوري نظام یو شمېر جګپوړي چارواکي یې په څو هیلکوپټرو کې د جمهوري ریاست له ماڼۍ ووتل.


۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶مه-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۷مه



هغه څېره چې له کلونو وروسته راڅرګنده شوه




د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې د ورځې په ماښام په خپله لومړنۍ خبري غونډه کې رسنیو ته خپله څېره وښوده. هغه وویل چې له چا به غچ وانه‌خیستل شي او د نوي حکومت د جوړولو پر سر جدي بحثونه روان دي.


د ۱۴۰۰ کال د زمري ۲۶مه-۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۷مه



عمومي بخښنه


په داسې حال کې چې په زرګونه کسانو له افغانستانه د وتلو په نیت د کابل پر هوایي ډګر هجوم وروړی و، طالبانو د سې شنبې په ورځ د ټولو دولتي کارکوونکو لپاره عمومي عفوه اعلان کړه.


په اعلامیه کې له ټولو، ښځو او نارینه‌وو وغوښتل شول چې خپلو عادي کارونو ته دې وروګرځي.


د ۱۴۰۰ کال د وږې ۴مه-د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۲۶مه



خونړۍ چاودنه


دوو انتحاري حمله کونکوو او څو وسله‌والو د خلکو پر هغې ګڼه ګوڼې چې په کابل هوایي ډګر یې هجوم وروړی و، برید وکړ.


دغه پېښه سبب شوه چې د هغو کسانو د انتقال وروستۍ ورځې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دې هېواده تښتېدل، د وحشت پر صحنې بدله شي. دغه پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې امریکایي ځواکونو په افغانستان کې خپل نږدې ۲۰ کلن مأموریت بشپړاوه.




د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې افغان او امریکایي چارواکو هغه مهال وویل چې په دغه برید کې لږترلږه ۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.


د دغه برید مسؤلیت د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې، یا داعش ومانه.


د ۱۴۰۰ کال د وږې ۷مه-د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۲۹مه



د کابل هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه استوګنیز کور د هوايي برید


د اګسټ په ۲۹مه د ډرون برید په نتیجه کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي چې په‌کې اووه ماشومان وو، ووژل شول.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مک‌کنزي په یوه پيغام کې ویلي و چې د اګسټ په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر باندې د داعش ځانمرګي برید په اصل کې د اګسټ په ۲۹مه د امریکا د ډرون حملې لامل شو او دوی دا سیمه ځکه هدف وګرځوله چې د یوه ګواښ راپور په لاس ورغلی و.


دا حمله چې په کابل هوايي ډګر د اګسټ په ۲۶مه د داعش د حملې نه وروسته وشوه ویل کېدل چې داعش وسله‌وال په‌کې په نښه شوي دي.


د امریکا دفاع وزارت چارواکو د دغه ترسره شوي برید په لومړیو ورځو کې د دې برید دفاع کوله او ویلي یې و چې په هغه کې یې د اسلامي دولت ډلې سخت دریځي په نښه کړي وو، خو وروسته له هغې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه د خپلې څېړنې نتیجه خپره کړه، د سپټمبر په ۱۷مه امریکایي جګپوړي قوماندان د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مک‌کنزي دا ومنله چې دغه برید کې یوازې ملکي وګړي وژل شوي او هغه‌یې یوه تراژیدي او تېروتنه وبلله.


د ۱۴۰۰ کال د وږې ۸مه-د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۳۰مه



په افغانستان کې د امریکا د نږدې ۲۰ کلنې جګړې پای


وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت او دغه جګړه‌ځپلی هېواد یې د طالبانو واکمنۍ ته پرېښود.


څو ساعته وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل چې له تېروتنو باید زده‌کړه وشي.


له وتلو مخکې، امریکایي ځواکونو او متحدانو یې له افغانستانه د خلکو د لېږدولو په له ګډوډیو ډکه لړۍ کې له ۱۲۰ زره زیات کسان وایستل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus