په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په سوات او دیر کې د وسله والو فعالیتونه لیدل شوي، د سیمې خلکو د دې پرضد احتجاجي لاریونونه کړي دي. د دې تر څنګ په پیښور کې د عوامي نیشنل ګوند او په مینګوره کې د سوات قامي جرګې د سیوري لاندی قامي امن جرګې هم راجوړی شوي دي.