Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې معترضې مېرمنې: نړۍ‌واله ټولنه دې طالبان په رسميت نه‌پېژني

د طالبانو د بیا واکمنۍ له یو کلنۍ سره سم په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو له ښځو سره د طالبانو د کړنو په وړاندې په سر پټو ځایونو کې اعتراض کړی.


دې مېرمنو د طالبانو حکومت له لوري د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په نقض نیوکه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان مېرمنو ستونزو ته رسېدنه وکړي.


دا مېرمنې چې ځانونه د افغانستان د ښځو یووالي ټولنې، له بېنوا ښځو د ملاتړ غورځنګ او د مبارزو او مخکښو ښځو د غورځنګ غړې ګڼي، د طالبانو د بیا واکمنۍ له یو کلن کېدو سره یې اعتراض کړی.


د افغانستان د ښځو د یووالي ټولنې بنسټ اېښودونکې فرزانې ایوبي د دې اعتراضونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې مخکې ورځ مو اعتراض وکړ او زموږ مخه یې ونیوله، نن مو په سرپټي ځای کې اعتراض وکړ او له نړۍوالې ټولنې مو وغوښتل چې د طالبانو ترهګره ډله په رسمیت و نه پېژني، په دې خاطر چې په تېر یوه کال کې یې د نجونو ښوونځي تړلي دي، ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي او دوی ته ډېرې ستونزې جوړې شوې دي."


دا وايي، تر هغو به دوی په سرپټو ځایونو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي چې خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.




دا مېرمنې وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو سره ولسواکي پای ته رسېدلې، د بشري حقونو ارزښتونه له پامه غورځول شوي، نجونې له زده کړو منع شوي، د دولت ښځینه کارکوونکې له دندو لرې شوي، خلک بې وزله شوي او ښځې او ماشومان شاقه یا سخته کارونو ته مجبور شوي دي.


دې معترضو مېرمنو د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره چې ۴ مادې لري، له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د ښځو ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني او د افغان مېرمنو له مشروع حقونو ملاتړ وکړي.


د طالبانو د حکومت ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د دې اعتراضونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې مخکې یې په ځلونو ویلي چې د اسلام په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه ورکړي دي.




تر دې مخکې د تېرې شنبې په ورځ هم یو شمېر مېرمنو په کابل کې لاریون کړی و او د طالبانو له حکومته یې د خپلو حقونو غوښتنه کوله خو د دې لاریون ګډونوالې وايي، چې د دوی اعتراض ته په مرمیو ځواب ورکړل شو او تاوتریخوالی ورسره وشو، هغه ادعا چې طالبان یې ردوي.


بلخوا د یکشنبې په ورځ یو شمېر سیاسي او مدني فعالانو او په بهر کې مېشتو افغان مېرمنو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اګست ۱۵مه د افغانانو لپاره توره ورځ بللې وه او د طالبانو د یوه کال په کړنو یې نیوکه کړې وه.


د یادونې ده چې د دوشنبې په ورځ کابل ته د طالبانو د بیا راتګ یو کال پوره شو او د طالبانو حکومت دا ورځ د خپلواکۍ او د خپلې بریا د ورځې په توګه ونمانځله.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus