د شمالي وزیرستان په ګډون د پخوانیو قبایلو سیمو په ځينو برخو کې خلک وخت په وخت د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجي لاریونونه کوي، خو هغوی شکايت کوي چې د پاکستان په قامي میډیا ورته پوره ځای نه ورکول کیږي. حکومت وايي د میډیا د ازادۍ لپاره کار کوي خو خبریالان بيا دریځ لري چې له یو شمېر بندیزونو سره مخامخ دي.