Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پنټاګون: له افغانستانه د امریکا ځواکونو په وتو سره مو لومړیتوبونه بدل شوي

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال کالن کال پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل، تېر کال له افغانستانه د متحده ایالاتو د سرتېرو وتل د دې ښکارندوی ده چې د امریکا لومړیتوبونه بدل شوي، خو دوی باور لري چې افغانستان ته لاسرسی لرلای شي.


په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال وايي، دې پېښې وښوده که دوی په افغانستان کې سرتېري هم نه‌لري، د ترهګرو ډلو ځپلو ته رسېدای شي.


کالن کال وویل: "زما په نظر کوم برید چې لس ورځې مخکې د القاعده په مشر ایمن الظواهري، د نړی په مخ تر ټولو مهم ترهګر او د سپټمبر د ۱۱مې برید په دوهم پلان کوونکي وشو، موږ نه یوازې القاعدې، بلکې نورو ترهګرو سازمانونو ته دا وښوده چې موږ لاهم دوی ته رسېدلى شو، دوی هدف ګرځولى شو او ان که نور زموږ زرګونه عسکر هم په افغانستان کې نه‌شته، خو موږ خپل حیاتي ملي ګټې خوندي کولای شو."


د کالن له څرګندونو چې د نړۍ د یوه قوي نظامي ځواک لپاره پالیسي جوړوي داسې برېښي چې احتمالاً امریکا د ترهګرو د ځپلو لپاره په افغانستان کې له کوم نظامي ځواک لرلو پرته، هغه لاره خپله کړي، کومه کې چې د القاعده مشر ایمن‌الظواهري ووژل شو.


د طالبانو حکومت په افغانستان کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژلو په اړه بې‌خبري وښوده، خو په افغانستان یې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې برید د دوحې له تړون سرغړونه او د افغانستان په خاورې تېری وباله.




خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د ښاغلي کالن د څرګندونو په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.


له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو په اړه د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ مرستیال وویل، د دې پرېکړې بنسټیز لامل د دوحې هوکړه وه او دا چې د متحده‌ ایالاتو سټراټیژیکو لومړیتوبونو بدلون موندلی.


د پنټاګون د پالیسۍ مرستیال زیاته کړه، دوی باید هغو ننګونو ته لومړیتوب ورکړی وای چې سیمې ته د چین له‌خوا او تر خوا یې د روسیې له‌خوا د اروپا د امنیت پر وړاندې مطرح دي.


د امریکا د دفاع وزارت دې لوړ پوړي چارواکي دا هم وویل، متحده‌ایالات د یوې اوږدې مودې لپاره یوې خاصه سیمه کې چې لومړیتوب یې باله، په ډېر لوړ لګښت سره بوخت و.


خو متقاعد امریکايي جنرال ډیویډپټریوس چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان پاتې شوی او تر خوا یې د متحده ایالاتو د استخباراتو د مرکزي ادارې پخوانی مشر هم و، خپله یوه تازه مقاله چې د دوشنې په ورځ اتلانتیک کې خپره شوې، له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل د دې هېواد لپاره ویجاړونکي بللي.




هغه زیاته کړې: "هغه ۴۰ میلیونه انسانان چې نږدې شل کاله موږ ورسره مرسته وکړه، اوس‌مهال له محرومیت او ځپلو سره مخ دي او احتمالاً افغانستان به په راتلونکې د افراط‌ګرايۍ او تندروۍ مرکز وي."


همدا ډول د د امریکا د دفاع وزارت د مرستیال له څرګندونو داسې برېښي چې افغانستان نور امریکا ته لومړیتوب نه‌دی.


داسې مهال چې متحده‌ایالاتو په کابل کې د القاعده د مشر له وژلو وروسته وویل، اجازه به ورنه کړي دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus