Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ناروې له القاعده شبکې سره د طالبانو پر اړیکو اندېښنه وښوده

د ناورې د بهرنیو چارو وزارت له القاعدې ډلې سره د طالبانو پر اړیکو اندېښنه څرګنده کړه.


د ناروې د حکومت چارواکي له القاعدې ډلې سره د طالبانو اړیکو اندېښمن کړي دي.


د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایویند واډ پیټرسن د اګسټ پر شپږمه نېټه ډاګبلاډېټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو دا ثابته کړې چې له دغې ډلې سره د طالبانو "تماسونه" لا هم شته، هغه ادعا چې طالبانو مخکې په وار وار رد کړې ده.


ډاګبلاډېټ ورځپاڼه کې د ښاغلي پیټرسن له قوله راغلي: "په کابل کې د الظواهري شتون د دې نښه ده، چې د طالبانو له ژمنې سره سره چې افغانستان به د نړیوالو تروریستي سازمانونو په پټنځای بدل نه شي، د طالبانو او القاعدې ترمنځ لا هم تماس موجود دی."


د روان میلادي کال د اګست په لومړۍ نېټه په یوه تلوېزیوني وینا کې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې ایمن الظواهري د جولای په ۳۱مه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه ډرون الوتکې په هدفي برید کې ووژل شو.




که څه هم طالب ویاندویانو تر دې دمه مشخص د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو وړاندې یې په بېلابېلو بیانونو که ویلي چې القاعده ډله په افغانستان کې نظامي حضور نه لري.


دغه شان د طالبانو حکومت د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه څو ورځې وروسته په یو بیان کې په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري له اوسېدو بې خبري وښوده او ټینګار یې کړی چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد ګواښ پېښ نه شي.




د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایویند واډ پیټرسن دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو کړنو "مایوسه" کړي دي.


هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې پرمختګونه په ناسم لوري روان دي، په ځانګړې توګه کله چې د بشري حقونو خبره کېږي. د ښځو او نجونو حقونه یې یوه بېلګه ده. د ښوونځي له زده کړو څخه نیولې بیا د پوښاک تر اړتیاوو پورې. که څه هم موږ حیران نه یو، خو طالبانو مایوسه کړې یوو." 



دغخ ناروېژي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کړي، چې د طالبانو د حکومت له پیله تر دې دمه پر افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په ګډون د اجباري حجاب، له محرم پرته پر سفر او یو شمېر نورو برخو کې محدودیتونه وضع کړي چې په ټولنه کې یې د نورو ستونزو تر څنګ د کورنیو اقتصادي وضعیت لا خرابه کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus