Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ملګري ملتونه: د کابل کرکټ لوبغالي کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي

که څه هم طالب چارواکي وايي، د کابل په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ (د جولايي د ۲۹مې نېټې)  چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې پېښه کې د وژل شویو شمېره ۱۹ تنه ښيي.



د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزه لیګ پر مهال د پرونۍ چاودنې د مرګژوبلې په اړه لا هم یوه خوله معلومات نه‌ شته.


که څه هم د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې پېښه کې ۱ تن وژل شوی او ۱۲ نور برسېرن ټپیان دي، خو د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیوګوټریش په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښيي.




ګوټریش نن سهار (د جولايي ۳۰مه)  وختي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: " زه د کابل په کرکټ لوبغالي کې د ترسره شوې چاودنې په کلکه غندنه کوم چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول."


همدا ډول ملګرو ملتونو یوه اعلامیه کې د ښاغلي ګوټریش له قوله ولیکل: "پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، په کلکه منع دي."


خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ  مشال راډیو ته په یوه پیغام کې دا ارقام ناسم وبلل او زیاته یې کړه، پېښه کې یو تن د سختو ټپونو له امله د کابل په ایمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه او پاتې ۱۲ تنه ښه دي.


خو په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان هم په خپله ټویټرپاڼه په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر ۱۹ تنه ښودلی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه یې دا پېښه غندلې.




طالب چارواکو له دې وړاندې هم په افغانستان کې د جګړو او تر خوا یې د یو شمېر پېښو کره ارقام له رسنیو سره په دقیق ډول نه‌دي شریک کړي.


د بېلګې په توګه، طالبانو په لومړیو کې د پنجشېر او د سرپل په بلخاب د جګړې راپورونه رد کړل، خو وروسته یې ومنله چې هلته یې وسله‌والو ته مرګژوبله هم اوښتې او جګړه هم شوې.


همدا ډول د جون په ۳۰مه او د جولايي په لومړۍ نېټه د طالبانو له‌خوا د دیني عالمانو په نوم په رابلل شوې غونډې وسله‌وال بریدونه چې تر ننه یې د مرګژوبلې دقیق ارقام خپاره نه‌شول.


د کابل په کرکټ لوبغالي کې د پروني لاسي‌بم برید پر مهال یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم هلته وو.


له دې ډلې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز الکبروف پرون د چاودنې پر مهال د کابل په کرکټ لوبغالي کې وو.


هغه د پېښې د قربانیانو کورنیو او ټپیانو کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې او یوناما د  الکبروف له قوله یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ولیکل: "د پرون ورځې چاودنه د هغه وحشتناک او ناڅاپه تاوتریخوالي یو بل دردونکی یاد دی چې په افغانستان کې خلک ورسره مخ دي."


د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ هم په خپله ټویټرپانه د کابل په کرکټ لوبغالي کې په پرونۍ چاودنې خواشیني ښودلې او زیاتوي، د تاوتریخوالي هېڅ هدف نه‌لري او د افغانانو لپاره ځواب ویونکی نه‌دی.




خو له پرونۍ چاودنې وروسته چې احتمالاً یې د لوبې پر لیدونکو او لوبغاړو اغېز کړی، د افغانستان کرکټ بورډ د نن ورځ لپاره د لوبې د لیدو ټکټونه وړیا اعلان کړل.




د طالبانو د ملي سپورټ تلوېزیون چې دا لوبې ژوندۍ خپروي، پر سکرین لیدل کېږي چې د پرون په پرتله د لوبې د لیدو لپاره نن هومره خلک نه‌ دي ورغلي.


خو په ټولنیزو رسنیو د ملي لوبغاړو او په افغانستان کې د کرکټ د لوبې د پرمختګ په هدف کمپاین پیل شوی او له خلکو په کې غوښتل کېږي، چې د افغان لوبغاړو د هڅونې په موخه د لوبې لیدو ته ورشي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus