Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرونو ملتونو د ښځو برخې مرستياله: د افغان مېرمنو شاتګ نړۍ ته ګواښ دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مرستیاله الیسون دودیان وايي په تېرو یولسو میاشتو کې په دې هېواد کې د ښځو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي دي.


میرمن الیس چې تېره ورځ يې په یوې انلاین خبري ناسته کې خبرې کولې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو شاتګ د نړۍ لپاره ګواښ دی چې څنګه د تېرو دوه لسیزو لاس ته راوړنې په څو میاشتو کې له منځه وړل کېږي.


نوموړې په دې خبرې کنفرانس کې وویل چې افغانستان د نړۍ یواځینی هېواد دی چې نجونو يې ښوونځيو او زیات شمېر مېرمنې يې کار کولو ته نه پرېښودل کېږي.


مېرمن الیسون دغه شان وویل، په افغانستان کې هیڅ مېرمن د دولت په کابینه کې نه‌شته او د ښځو وزارت هم لغوه شوی دی.


طالبانو پر افغانستان د بیا ځلې واکمنۍ له ترلاسه کولو وروسته د ښځو وزارت، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او په مېرمنو پورې اړوند د یو شمېر نورو ادارو اداري تشکیلات لغوه کړل او دغه شان يې په کابینه کې هیڅ مېرمنې ته ځای ورنه‌کړ.




نوموړې وویل: "په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده، دا د ټولو مېرمنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره په هر ځای کې یوه جګړه ده او هغه څه چې په دې برخه کې يې موږ کوو یا په‌کې نه بریالي کېږو، په افغانستان کې د مېرمنو لپاره دا په ډاګه کوي چې موږ څوک یو او د نړيوالې ټولنې په توګه موږ د څه شي لپاره ودرېږو."


که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې يې ویلي وو، چې دوی د افغان مېرمنو حقونه د اسلام په رڼا کې تامینوي خو دا چې د اسلام په رڼا کې له حقونو کوم تعریف لري په دې اړه يې څه نه دي ویلي.


خو یو شمېر افغان مېرمنې په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو له لوري د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د اندېښنو څرګندول او راپور ورکول کافي نه بولي.


لیلا چې په تېر جمهوري حکومت کې يې دنده درلوده وايي د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناسته ده، خو وايي لا هم راتلونکې ته هیلې لري.


لیلا وايي له ستختو اقتصادي ننګونو سره مخ ده ان روحي تکلیفونه ورته پیدا شوي دي.




نوموړې وايي: "دا چې طالبانو افغان مېرمنې قید کړي دي، ځينې يې له کارونو راګرځولي، په نجونو يې د ښوونځيو دروازې بندې کړي، ځينې له پوهنتونو پاتې دي دا واقعاً د ټولو لپاره ډېره سخته ده، دا حالات بیخي سخت دي، زه له نړیوالې ټولنې غواړم چې پر طالبانو باید فشارونه زیات کړي یا لږ تر لږه له دوی سره خبرې وکړي چې افغان مېرمنې بېرته خپل مخکیني حالت ته لاړې شي."


دا ښايي لومړی ځل نه وي چې یو نړیوال بنسټ په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو په اړه اندېښنه څرګندوي بلکې په دې هېواد کې د مېرمنو د حقونو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.


نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې مېرمنو ته د کار، په سیاست کې د ونډې او نجونو ته د زده کړو حق ورکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus