Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا: بد اقتصادي وضعيت به د دې لامل شي چې افغانان د نشه‌يي موادو په کاروبار کې ښکېل شي

د امريکا متحده ايالتونه خبرداری ورکوي چې د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعيت به د دې لامل شي چې د نشه يي موادو په کاروبار کې نور افغانان هم ښکېل شي.


د انسانانو د قاچاقو په اړه د امريکا متحده ايالتونو د بهرنیو چارو په تازه راپور کې راغلي، په افغانستان کې د بېکارۍ ډېروالي ته په کتو سره امکان لري چې ډېر ځوانان د کوکنارو کښت ته مخه کړي او له ځوانانو څخه د نشه‌يي موادو په قاچاقو کې هم تر پخوا ډېره ګټه واخيستل شي.


د امريکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د انساني قاچاقو په اړه تازه راپور خپور کړی او افغانستان يې له هغو هېوادونو څخه ګڼلی چې له انساني قاچاقو سره د مبارزې وس نه‌لري.


په دې راپور کې د انسان او نشه‌يي موادو قاچاق يو له بل سره تړلي بلل شوي او په يوه برخه کې يې راغلي، د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت د دې سبب شوی چې، خلک نور هم د نشه يي موادو په کاروبار کې ښکېل شي.


د امريکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي: "دا خطر شته چې ډېر افغانان د نشه‌يي موادو په قاچاقو او کوکنارو په کښت کې ښکېل شي، ځکه په وروستيو کلونو کې نادولتي ټولنو راپور ورکړی چې د کوکنارو په کښت، نشه‌يي موادو په جوړولو او قاچاقو کې له ماشومانو څخه استفاده شوې ده."


د ملګرو ملتونو څېړنو ښودلې، د کوکنارو د کښت کارکوونکي ډېری يې هغه ځوانان او ماشومان دي چې د بېکارۍ له امله يې دې کار ته مخه کړې ده.




د دې سازمان څېړنې ښېي، ډېری ځوانان د کورنيو له خبر او اجازې پرته په پټه د مافيايي ډلو په وسيله د افغانستان بېلابېو سيمو ته وړل کېږي چې هلته د کوکنارو نېښ ووهي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چې دا مهال له افغانستان څخه دباندې فعاليت کوي دا اندېښنه ښېي چې، د انسان او نشه يي موادو قاچاق کوونکي ډلې د ځوانانو او ماشومانو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي.


د دې کمېسيون مشر نعيم نظري ازادي راډيو ته وويل، بېکاري او بېوزلې د دې سبب شوې چې ډېری ځوانان کډوالۍ ته مخه کړي، خو د قاچاقو مافيايي ډلې د هغوی له مجبوریت څخه استفاده کوي او هغوی د نشه‌يي موادو قاچاقو ته هڅوي.


نوموړی وايي: "په افغانستان کې بېوزلي دومره ډېره شوې چې اوس خلک بيخي خپل ماشومان خرڅوي، له بده مرغه چې په داسې بحراني شرایطو کې جرمي ډلې کولای شي چې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو څخه ناوړه ګټه واخلي، د بېلګې په ډول کولای شي چې له ځوانانو او ماشومانو څخه د نشه‌يي موادو په قاچاقو کې کار واخلي."


د امريکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال د انسانانو او نشه يي موادو د قاچاقو په اړه اندېښنه ښېي چې، ډېری هغو معتادینو چې د زهرو کاروان له خپرونې سره يې خبرې کړي ويلي چې، دوی د کډوالۍ پر مهال په ګاونډيو هېوادونو کې د ځانګړو ډلو له خوا په نشه يي موادو معتاد شوي دي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا


 




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus