کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ ټاکل شوې د سکرو پر صادراتو خبرې وشي
کابل ته نن مازیګر یو پاکستانی لوړ پوړی پلاوی راځي، څو له طالب چارواکو سره په سوداګرۍ، ټرانزیټ او په ځانګړي ډول پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه خبرې وکړي.
دا سفر درې ورځنی دی او پهکې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر، د کورنیو چارو، سوداګرۍ خونې، د لوجیستیک دولتي ادارې او د خصوصي سکټور ځیني استازي شامل دي.
پاکستانۍ ډان رسنۍ د دې هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله لیکي، دا پلاوی به له طالب چارواکو سره پاکستان ته په دوامداره توګه د ډبرو سکرو د لېږد په اړه خبرې وکړي.
که څه هم د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پرون یوه خبرپاڼه کې دا سفر د سوداګرۍ، ټرانزیټ، اتصال او اقتصادي همکاریو په برخو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د دوام یوه لړۍ وبلله، خو ښکاري د سفر ډېر تمرکز به د هغو خنډونو په لېرې کولو وي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادراتو په مخکې شته.
پاکستان غواړي ۲۴ ساعته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې دروازې پرانيستل شي، څو وشي کولای په اسانه توګه او بې له کومه خنډ او ځنډه له افغانستانه د ډبرو سکاره وارد کړي.
پاکستانۍ رسنۍ لیکي، اوسمهال له افغانستان د تازه مېوې او سبزۍ په ګډون ځینې نور توکي هم دې هېواد ته صادرېږي چې د ډبرو سکرو د لېږد بهیر یې ټکنی کړی دی.
تر خوا یې د طالب چارواکو لهخوا د ډبرو سکرو په صارداتو د مالیې لوړول دي، هغه چې پاکستان هڅه کوي بېرته دا بیې را ښکته کړي.
خو د نړیوالو بازارونو په پرتله لا هم د افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته په ارزانه بیه تمامېږي.
پاکستاني چارواکي وايي، غواړي له افغانستانه د ډبرو سکرو صادارت زیات کړي او په کور دننه یې د دې کار لپاره ځانګړې تابیاوې هم نیولي دي.
د جولای په اوومه نېټه د پاکستان د برېښنا وزیر خرم دستګیر وویل، له افغانستانه د ډبرو سکرو په واردولو کې لوی پرمختګ شوی او اوس دوی له یوه بل افغان خصوصي شرکت سره موافقې ته رسېدلي، څو د برېښنا د یوې بلې فابریکې لپاره د ډبرو سکاره صادر کړي.
هغه په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، موږ د افغانستان له کانونو وزارت په دې اړه پوښتل، خو ویاند یې ځواب را نه کړ.
له افغانستانه د ډبرو سکرو په واردولو کې د پاکستان بله ګټه دا ده چې افغان سوداګر یې پرې په پاکستانۍ کالدارو پلوري، هغه څه چې د پاکستان د برېښنا د وزیر له قوله، د دوی د ملي کرنسۍ د ارزښت په ساتلو کې یې مرسته کړې.
خو طالب چارواکي وايي، دا د دوی مسوولیت نهدی چې افغان سوداګرۍ په کومو پیسو له دوی پلور شوي د ډبرو سکاره پر پاکستان پلوري.
له افغانستانه پاکستان ته د ډبرو سکرو د صادارتو موضوع وروسته له هغې ګرمه شوه، چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وویل، هېواد یې غواړي د افغانستان د د ډبرو سکاره په لوړ تخفیف واخلي.
هغه وویل، هېواد به یې د افغانستان د ډبرو سکرو د مالیاتو له ادرسه د کابل نږدې ۲ میلیارده ډالر ګټه وکړي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې له افغانستانه په منځني ډول د ورځې د ۱۲ او ۱۴ زره ټنو ترمنځ د ډبرو سکاره بهر ته، په تېره پاکستان ته چې د انرژۍ د سرچینو له سخت کمښت سره مخامخ دی صادرېږي.