Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د احمد ظريف چشتي د تدفين مراسم؛ کورنۍ يې هند ته ورځي

په داسې حال کې چې د هند پولیس د احمد ظریف چشتي د قتل په تړاو د څلور کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي خو ددې افغان وګړي کورنۍ هند ته هغه د خاورۍ سپارولو په موخه دتک خبره کوي.


د احمد ظریف چشتي د کورنۍ یو شمېر غړي وايي چې هڅه کوي تر ژر تر ژره د هند ویزه واخلي او هلته ته لاړ شي.


خو په هندوستان کې د افغانستان سفارت وايي چې د احمد ظریف چشتي د خاروې سپارولو مراسم یې د کورنۍ د راتک پورې ځنډولي.


د احمد ظربف چشتي چې په صوفي ظریف بابا مشهور وو او د سرطان په څوارلسمه په هند کې ووژل شو ورور يې امید ظریفي وايي هڅه کوي چې په هند کې خاورو ته د هغه د سپارولو په مراسمو کې د ګډون په هدف هغه هېواد ته لاړ شي.


ښاغلي ظریفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هند له حکومته وغوښتل د ورور د قتل په قضیه کې يې له عدالت کار واخلي.


نوموړي وويل: "موږ چې کله هند ته لاړو بیا خپل ورور خاورو ته سپارو او د خپل ورور مېرمن بیا له ځان سره راولو، که وغوښتل او که ونه غوښتل خپله خوښه یې ده، کله چې یو ځوان مړ شي نو تاسو خپله پوهیږئ چې د کورنۍ حالت یې څنګه وي، موږ عدالت غواړو او دهندوستان له حکومت غواړو چې په دې برخه کې عدالت ټینګ کړي."


۲۸ کلن احمد ظریف چشتي چې په صوفي ظریف بابا مشهور و له تېرو ۴ کلونو راهیسې د هندوستان مبمي ښار ته په ۲ کلیو مترۍ کې په ناشیک سیمه کې ژوند کاوه هغه ځای چې نوموړې په کې څو ورځې وړاندې ووژل شو.




د هندوستان پولیسو ویلي، نوموړی د روانې لمریزې میاشې په ۱۴ مه هغه مهال چې د عبادت له مراسمو خپل موټر خواته روان و د ډریور په ځای کې ناست کس په سر وویشته.


د هندوستان د پولیسو په وینا، ددغه قتل انګېزه د نوموړي له شلو نه تر دېرش میليونه هندي روپۍ پانګه و چې د بل کس په نوم ثبت وه.


د پولیسو په خبره، دغه سرمایه نوموړې له خپلو پلویانو ټوله کړې وه.


د هند د پولیسو د معلوماتو له مخې، احمد ظریف چشتي ددې لپاره چې هغه خپله په هندوستان کې پناه اخیستې وه نه‌شول کولای په خپل نوم سرمایه او جایداد ولري.


د هندوستان پولیسو ددې پېښې په تړاو د څلور کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی.


خو له بلې خوا په هندوستان کې د افغانستان سفارت بیا وايي چې د ښاغلي چشتي مړی یې د کورنۍ په غوښتنه افغانستان ته نه دی لېږلی او په تمه دي چې کورنۍ هند ته ورشي.


ددغه سفارت د رسنیو برخې غړي خیر الله ازاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ نه یې غوښتنه دا ده چې د تدفین مراسم دې ترسره نه‌شي او هغوی ویلی چې مړې دې ورته افغانستان ته نه ورلیږي تر څو دوی هند ته راشي او هلته یې خاور ته وسپاري، زموږ غوښتنه هم ښکاره ده چې پلټنې دې وشي او عاملین دې د قانون منګلو ته وسپارل شي."


د احمد ظریف چشتي کورنۍ وايي، هغه اصلي د هرات د چشت ولسوالۍ دی او څلور خویندې او یو ورور لري.


خواجه احمد ظریف په دې وروستو کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې د ډېرو افغانانو پام هم ځان ته اړولی و او په ټولنیزو رسنیو کې په ویډوګانو کې لیدل کېده چې هغه ته ډېر کسان د دعا لپاره ورځي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus