Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بارانونو او سیلابونو په بلوچستان کې ۶۴ او په سيند کې ۲۶ کسان وژلي دي

د سیند صوبې د قدرتي افتونو د نظم ادارې په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په هغه صوبه کې په سیلابي بارانونو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶ ته رسېدلی دی.  

دې ادارې د جولای پر ۱۱مه په خپل یو رپوټ کې ویلي چې په دغو کې ۱۴ کسان په کراچۍ، ۹ په ټټه، ۲ په خیر پور او یو په سکر کې د بارانونو او د کورونو د چتونو راپرېوتو له وجې مړه شوي دي.  


د سیند صوبې وزیراعلی مراد علي شاه د جولای په ۱۱مه، د سیلاب ځپلو سیمو دوره کړې او د وزیراعظم شهباز شریف لخوا یې د سیند حکومت سره د مرستو کولو د اعلان هرکلی کړی. شهباز شریف د جولای پر ۱۱ مه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې تمه لري په کراچۍ کې به ډېر زر ژوند عادي حالت ته راوګرځي اوو که په دې لړ کې د صوبايي حکومت څه مرسته پکار وي، نو وفاقي حکومت به یې ورورسوي.




په سیند صوبه کې تر ټولو زیات تاوانونه په کراچۍ کې خلکو ته اوښتي. پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې لارې او سړکونه بند دي، په ځینو سیمو کې د خلکو کورونه له سیلابي اوبو ډک شوي او په ځینو سیمو کې ګاډي هم اوبه وړي دي.  


بلخوا په بلوچستان کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې د جولای په ۱۲مه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د بارانونو او سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۴ ته رسېدلی دی. همداراز ۷۰۰ کورونه په جزوي يا په مکمل ډول وران شوي دي.  


د سیند او بلوچستان صوبايي حکومتونو ويلي‌ چې دوی ډيرو ځپل شويو سیمو ته د خوراکي موادو، خېمو او نورو اړينو موادو د رسولو چارو پيل کړي دي. د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزیرې شيري رحمان تېره اونۍ ويلي‌وو چې د بارانونو او سیلابونو دا لړۍ ښايي د اګست تر میاشتې پورې دوام وکړي.


که څه هم په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) د جون په میاشت کې ويلي وو چې له بارانونو او سیلابونو د ډير تاوان مخنيوي او د خلکو سره د مرستې لپاره یې تدابیر نيولي خو په بلوچستان کې خلک وايي‌چې دوی ته مرستې نه دې رسېدلې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus