Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان د معلولینو او شهیدانو کورنیو ته د تېرو شپږو میاشتو امتیازات ورکوي

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، د معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د تېرو شپږو میاشتو امتیازات ورکوي.


د طالبانو حکومت د افغانستان د شهیدانواو معلولینو وزارت وايي د تېر حکومت د شهیدانو او معلولینو په ګډون ټولو ته د تېرو شپږو میاشتو مالي امتیازات ورکوي.


د دې وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني د سې شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، دوی له تېرو لسو میاشتو راهیسې د تېرې ادارې د لسګونه زره معلولینو د معلولیت د څېړنې پروګرام درلود چې اوسمهال دغه څېړنه بشپړه شوې او دغو معلولینو ته به د امتیازاتو ورکړه پیل شوې ده.


هغه وویل: "زموږ د څېړنې پر بنسټ د ۱۱۲۳۱۸ معلولینو معلولیت څېړل شوی دی دوی په تېرې ادارې پورې اړه لري د دوی برسي شوې ده او د حقوقو ویش يې پیل شوي دي، بل د یتیمانو مسئله، دا چې وخت کم دی خپلو ولایتي دفترونو ته مو هدایت کړی دی چې دوی ته معلوم یتمیانو ته د امتیازاتو ورکړه پیل کړي او فورمې يې وروسته راواستوي څو د دوی حقوق ضایع نه شي."


نوموړي وویل، چې د تېر حکومت په پرتله د شهیدانو او معلولینو په مالي امتیازاتو کې کمښت راغلی دی خو وې نه ویل چې اوسمهال د هر شهید کورنۍ او معلول ته څومره میاشتنی امتیاز ورکول کېږي.


ښاغلي حقاني وویل، د یو معلول معلولیت ته په کتلو په هماغه اندازه امتیاز ورکول کېږي.


د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال دغه شان وویل، چې د روان مالي کال لپاره د شهیدانو او معلولینو وزارت ته ۱۳ عشاریه ۵ میلیارده افغانۍ بودجه بېله شوې ده.


نوموړي دا هم وویل، چې د تېر حکومت د لېستونو له مخې لسګونه زره داسې خیالي معلولین او د شهیدانو کورنۍ ثبت وې چې هغه مهال يې مالي امتیازات اخیستل خو د دوی له څېړنو وروسته به هېڅ نه ورکول کېږي.


دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت پر مهال هم په دې اداره کې د فساد راپورونه ورکړل شوي وو.


د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت په داسې حال کې د میاشتینو امتیازاتو د پیل خبر ورکوي، چې له دې وړاندې د شهیدانو کورنیو او معلولینو د میاشتینو امتیازاتو د نه اجرا له امله شکایتونه کول.


خو اوس یو شمېر معلولین وایي، چې دولایتي مسولینو له لوري ورته ویل شوي، چې په نږدې ورځو کې به یې میاشتني امتیازات اجرا شي.


سردار ولي قاضي خېل ازادي راډیو ته وویل: "د اسلامي امارت له راتګ وروسته موږ ته هېڅ معاشونه نه وو راکړل شوي خو اوس هیله مندي زیاته شوې ده، تازه یې موږ ته ویلي چې له اختر مخکې به معاشونه درکړل شي."


دغه راز حبیب الرحمن وویل: "دا چې اختر رانږدې دی نو موږ غوښتنه کوو چې زموږ معاشونه دې ژر تر ژره حواله شي ځکه معلولین د ټولنې هغه قشر دی چې له دې معاشه غیر بل هېڅ نه لري."


دوی دغه شان غوښتنه کوي، چې د تېر حکومت د څو وروستیو میاشتو پاتې معاشونه یې هم باید د طالبانو حکومت ورکړي خو د طالبانو د شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولین وایي، په دې برخه کې د تېر حکومت د باقيدارۍ خلاصول د دوی اخلاقې مسولیت نه دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus